Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د سزا معافیت پای ته رسولو نړۍوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ویلي، په نړۍ کې له خبریالانو سره د «تاوتریخوالي او وژنو ۹۰ سلنه» پېښې بې سزا پاتې کېږي.
نیمروز کې یو شمېر شنډې مېرمنې د خپلو مېړونو او د هغوی د کورنیو له خوا له تاوتریخوالي شکایت کوي او وايي، د دې پر ځای چې شنډې ښځې مجرمې وګڼل شي، باید له هغوی سره ښه او انساني چلند وشي.
د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت مسوولین وايي، په تېر کال کې «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۶۳۸ مواردو او د ښځو د پلور د ۲۹۵ مواردو» مخه نیول شوې او دغهراز د رسنیو نشرات ۹۰ سلنه اصلاح شوي دي.
د جي اووه ډلې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په منځني ختیځ کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې له هر هغه اقدامه دې لاس واخلي چې د تاوتریخوالي د پراخېدو لامل ګرځي.
پر ولادي فیستولا اخته یو شمېر مېرمنې وايي، پر دې ناروغۍ له اخته کېدو وروسته د خپلو مېړونو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ شوې او دغه کار دوی ته د سختو ټولنیزو او رواني ستونزو پیدا کېدو لامل شوی دی.
یوناما په کابل کې د تېرې ورځې د ښځو لاریون ته په اشاره ويلي چې افغانان له تاوتریخوالي پرته د خپل نظر څرګندولو حق لري او درناوی يې بايد وشي.
د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د مې میاشتې درېيمه (د رسنیو د ازادۍ نړۍواله ورځ) د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ امنیتي مسوولین وايي، په دغه ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ له خپلې کورنۍ سره تر لفظي شخړې وروسته ځان وژنه کړې ده.
د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون مسوولین وایي چې په روانه مارچ میاشت کې د خبربالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۱ قضیې ثبت شوې دي.
هرات (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۰): ميوند زماني، هغه شاعر دی چې د خپلو هېوادوالو دردونه د شعر په ژبه انعکاس کوي، له خلکو په ځانګړي
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP