د لوګر د ټولګټو ریاست وایي چې د کابل – ګردېز لویه لار د دغه ولایت د مرکز پلعلم اړوند د تېرې کوتل ساحه کې د واورې ورېدو له امله تړل شوې ده.
رويټرز د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت اړوند د افغان کډوالو د بیامېشتېدنې د هڅو د همغږۍ دفتر مسوولینو ته سپارښتنه شوې چې د روان کال په اپرېل میاشت کې د دغه دفتر تړلو ته چمتو شي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي، په دغه ښار کې یې ۱۴ هغه نانوایيګانې تړلې دي چې د دوی له لایحې څخه یې سرغړونه کړې وه.
سیمهییز مسوولین وايي چې د سمنګان د څلورو ولسوالیو لارې د ډېرې واورې ورېدو له امله د دغه ولایت له مرکز ایبک سره تړل شوې دي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله د دغه ولایت ځینې مواصلاتي لارې د لنډ وخت لپاره تړل شوې دي.
د ننګرهار د عدليې رياست له لوري د دغه ولایت د غنيخېلو ولسوالۍ په مارکو بازار کې ۱۵ موټرپلورنځي د غيرقانوني فعاليت له امله تړل شوي دي.
د عدلیې وزارت وایي، کابل ښار کې یې د ۳۴ ټولنو، خيریه بنسټونو او شوراګانو د دفترونو ارزونه کړې چې په پایله کې یې د درېیو خيریه بنسټونو، یوې ټولنې او یوې شورا دفترونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړلي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د انلاين خدمتونو او سياحتي شرکتونو هغه ۳۲ دفترونه تړلي چې قانوني جوازونه يې نه درلودل.
د لوګر عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ډاکټرانو اته شخصي کتنځایونه (معاینهخانې) د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
د کندهار سپینبولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له ډیورنډ فرضي کرښې هغه غاړه لاریونوالو په کوږک سیمه کې د سپينبولدک – چمن لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.
د هلمند عامې روغتیا ریاست د څارنې ډلې د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې ۶۸ روغتیایي مرکزونه او درملتونونه د روغتیایي اصولو نه رعایتولو له امله تړلي دي .
بغلان کې د عامې روغتیا ریاست له لورې د روغتیايي قوانینو د تطبیق په موخه د ډاکټرانو پنځه بېاسناده کتنځایونه او ۱۴ درملتونونه تړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP