د جوزجان امنیه قومانداني وايي، د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د یوه موټر چپه کېدو له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.
د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښته شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی لپاره د څښاک پاکو اوبو برابرولو په برخه کې پاملرنه وکړي.
جوزجان کې یوې مېرمنې چې د خیاطي کارګاه جوړولو له لارې یې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابر کړې، له کورنیو وغوښتل چې د خپلو لوڼو د وړتیاوو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.
د جوزجان خواجهدوکوه ولسوالۍ د څو کلیو اوسېدونکي په داسې حال کې خپلو ماشوم ته د ښوونځي له نشتوالي شکایت کوي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د دې ستونزې د هوارېدو ډاډ ورکوي.
د جوزجان د سیندیزې حوزې رییس د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره لیدنه کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د اوبو د بېدرېغه استفادې پر مخنیوي یې ټینګار کړی دی.
ځایي مسوولین وایي چې اروزګان او جوزجان ولایتونو کې په ترافیکي پېښو کې څلور کسان مړه شوي دي.
د جوزجان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یوه سړي خپله ۲۰ کلنه مېرمن وژلې ده.
جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوې مېرمنې چې د خیاطۍ او غالۍاوبدلو د یوې کارګاه له لارې ۷۰ ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې وایي، که ملاتړ یې وشي، لسګونو نورو ښځو ته به هم د کار زمینه برابره کړي.
د جوزجان پولیس وایي د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان کرنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د څارویو خوراکي توکو نشتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي، که له مالدارانو سره مرسته ونه شي، ښايي څه باندې یو میلیون څاروي یې له منځه لاړ شي.
یو جوزجاني ځوان په چین کې د لوړو زدهکړو له پای ته رسولو وروسته هېواد ته راستون شوی او د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره یې یو سوداګریز شرکت جوړ کړی چې ۴۰ ځوانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP