ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې ده

جوزجان کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې ده

author avatar
20 Sep 2023 - 16:46
جوزجان کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې ده
author avatar
20 Sep 2023 - 16:46

شبرغان (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): د جوزجان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یوه سړي خپله ۲۰ کلنه مېرمن وژلې ده.

د جوزجان امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه شاوخوا اته بجې یوه ۲۰ کلنه ښځه د خپل خاوند له لوري زندۍ او وژل شوې ده.

نوموړی وایي چې دا پېښه د شبرغان ښار په بالاباغ ینګه اریغ سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه: «دا ښځه عالیه نومېده او د خپل خاوند حاجي‌محمد له خوا چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې یې واده ورسره کړی و، وژل شوې ده.»

سرچینې زیاته کړه، لومړني تحقیقات ښيي چې د دغه قتل لامل کورنی تاوتریخوالی و او قاتل له سیمې تښتېدلی دی.

Views: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.