Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د جوزجان د مرکز شبرغان ښار په «تورخېل» کلي کې د ځايي مسوولینو، عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ۱۲ کلنې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو.
د جوزجان ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۱ کلنه دښمني چې له امله یې له دواړو لورو شل کسان وژل شوي وو، د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په مربوطاتو کې د جوزجان – سرپل پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
جوزجان کې د نسايي ولادي برخې یو متخصصه ثریا قیومي په دغه ولایت کې له ایرانه تازه راستنو شوو مېرمنو ته په وړیا ډول روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
جوزجان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خواجه دوکو ولسوالۍ کې د جوزجان ـ فاریاب پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د سواد زدهکړو په یوه کوچني ټولګي کې یو شمېر لوړ عمر لرونکي ښځې او ځوانې نجونې په لیک لوست بوختې دي؛ دغه زمینه د یوې داسې ښځې له لوري چې خپله یې هم په ماشومتوب کې زدهکړې نه دي کړې، برابره شوې ده.
جوزجان کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د جوزجان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې یو پلار او دوه زامن یې د فاضلابو یوې څاه ته لوېدلي چې له امله یې پلار او یوه زوی ژوند له لاسه ورکړی او بل زوی یې سخت ټپي شوی دی.
جوزجان کې یو شمېر بزګران په داسې حال کې له سختې وچکالۍ اندېښنه څرګندوي او له حکومت او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي چې د کرنې ریاست وايي، وچکالۍ د دغه ولایت ۸۰ سلنه کرنیزو ځمکو ته زیان رسولی دی.
د جوزجان امنيه قومانداني وايي چې د شبرغان – مزارشريف پر عمومي سړک د يوې ترافیکي پېښې له امله يو تن ژوند له لاسه ورکړی او و يو بل ټپي شوی دی.
جوزجان کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خانقا ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې پایله کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون ۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان امنیه قومانداني وایي چې د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP