جوزجان کې یو شمېر بزګران په داسې حال کې له سختې وچکالۍ اندېښنه څرګندوي او له حکومت او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي چې د کرنې ریاست وايي، وچکالۍ د دغه ولایت ۸۰ سلنه کرنیزو ځمکو ته زیان رسولی دی.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د افغانستان تر کښت لاندې ټوله کرنیزه ځمکه درې میلیون هکټارو ته رسېږي چې له دې جملې ۲،۱ میلیون هکټاره اوبیزه او ۹۱۷ زره هکټاره یې للمي ده.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۱۴۰۰ ټنه ممپلي تولید شوي چې د تېر کال په نسبت درې برابره زیاتوالی ښیي.
د لغمان کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د سرو املوکو په حاصلاتو کې شل سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د پنبې حاصلات ډېر شوي، خو کروندګر غوښتنه کوي چې د پنبې حاصلاتو ته بايد مناسب بازار پيدا شي.
د کونړ ولایت کروندګر وایي، سږ کال د هندواڼو حاصلات ډېر شوي، خو د سړو خونو نشتوالي له امله اړ دي چې خپل محصولات په ارزانه بیه وپلوري.
تخار له وروستیو اورښتونو سره سم ځيني ګروندګر خوښي څرګندوي، وايي، سږ کال یې د وچکالۍ له امله حاصلات ښه نه وو خو راتلونکي کال ته هیلهمن دي.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د مڼو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د وچکالۍ او ځينو طبيعي افتونو له امله د غنمو په حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.
د بلخ د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت د تېر کال په نسبت د تازه مېوې حاصلات ٦٠ سلنه ډېر شوي؛ خو بڼوال بیا دې ته اندېښمن دي چې د حاصلاتو پلور ته یې بازار نشته.
د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، ټاکل شوې سږکال د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې له کرل شويو ګلابو څخه ۲۵۰ ټنه حاصلات راټول شي چې د تېر کال په پرتله ٣٠ سلنه زياتوالى ښيي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP