اسعداباد (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د کونړ ولایت کروندګر وایي، سږ کال د هندواڼو حاصلات ډېر شوي، خو د سړو خونو نشتوالي له امله اړ دي چې خپل محصولات په ارزانه بیه وپلوري.
د یاد ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د چمېرۍ سیمې یو بزګر تاجمحمد وایي، پر خپل پنځه جریب ځمکه یې هندواڼې کرلې او له سږني حاصلاتو ډېر خوښ دی.
نوموړي پژواک اژانس ته وویل، د حاصلاتو راټولولو پر مهال ورسره د سیمې ګڼ شمېر بېروزګاره ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه: «موږ له ښه مرغه سږ کال له خپلو کروندو د هندواڼو ډېر ښه حاصل ترلاسه کړ، خو یوه ستونزه چې کروندګر ترې کړېږي دا ده چې موږ د خپل حاصل د ښه ساتلو لپاره سړېخونې نه لرو او همدا لامل دی چې ژر یې په بازارونو کې په کمه بیه پلورو.»
د نوموړي په وینا، که حکومت د کروندګرو د حاصلاتو ساتلو لپاره سړېخونې جوړې کړي، نو دوی به د اوږدې مودې لپاره خپل محصولات پکې وساتي او په بازارونو کې به یې پر وخت په مناسبه بیه وپلوري.
د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د بحراباد سیمې یو کروندګر حاجي اجمل بیا وایي، د دوی د هندواڼو حاصلات نه یوازې د هېواد نورو ولایتونو ته بلکې ګاونډي هېواد پاکستان ته هم صادرېږي.
هغه وویل: «که پخوا زموږ د هېواد بازارونه د پنجاب هنداڼو او نورو مېوو نیولي وو، خو اوس د خدای شکر دی چې زموږ حاصل او مېوې پاکستان ته وړل کېږي او هلته ښه بازار لري.»
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د کرنې د ودې لپاره ګټور پروګرامونه پلي کړي او د بزګرانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
د کونړ د کرنې ریاست د مسوولینو په وینا، سږ کال د دغه ولایت پر څلور سوه هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې چې شاوخوا ۳۴ زره ټنه حاصلات ترې راټول شوي دي.
د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي شیراقا پير حبیبالرحمن پژواک ته وویل: «له ښه مرغه کروندګرو اوس د کوکنارو د کښت ښه بدیل موندلی دی، سږ د هندواڼو حاصل د نورو کلونو په پرتله ډېر ښه وو.»
د هغه په خبره، هڅې یې پېل کړې چې د کرنې په برخه کې له همکارو نړۍوالو موسسو سره په ګډه په کونړ ولایت کې د سړو خونو جوړولو ترڅنګ، له کروندګرو سره د کیمیاوي سرو او اصلاح شوو تخمونو مرستې وکړي.
د یادونې ده، سږ کال په پسرلي موسم کې د هېواد په ډېری ولایتونو کې واورې او بارانونه وشول چې پر حاصلاتو یې هم مثبت اغېز کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP