Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د سترې محکمې قضايي پلاوي له ایران غوښتي څو د هغو مافیايي ډلو مخه ونیسي چې په دغه هېواد کې یو شمېر افغانان تښتوي او بیا یې د خوشي کېدو په بدل کې د هغوی له کورنیو د پیسوغوښتنه کوي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په ليدنه کې د دواړو هېوادونو د اړېکو پر لا پیاوړتیا خبرې کړي دي.
د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر وایي چې په غزني ولایت د مخابراتي ستونزو د کمولو په موخه ۳۴ نور مخابراتي سایټونه هم جوړېږي.
د کورنيو چارو سرپرست وزیر، د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي.
د کورنيو چارو سرپرست وزير په خوست ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، افغانستان د بل هر وخت په پرتله ښه لوري ته روان دی او د افغانانو ترمنځ یووالي ورځ تر بلې ټینګېږي.
چارواکو د کانکور ازموینې د ممتازو زدهکوونکو په ستاینغونډه کې د دیني او عصري زدهکړو پر اړتیا ټینګار وکړ او ترمنځ یې واټن «د اشغال موخه او د سیسه» وبلله ویې ویل چې د دې دسیسې د خنثی کېدو لپاره باید کار وشي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې په افغانستان هيڅ داسې ځواک نشته چې ا.ا تهدید کړي، په هېواد کې شته ټولې وسلې او پوځي تجهیزات د رسمي تشکیلاتو له مخې د مسوولو امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، هېوادونه باید د ا.ا د هغو چارواکو د سفر لپاره اجازه واخلي چې د بندیزونو په نوملړ کې دي او د چارو یو شنونکی دغه چاره د یادو چارواکو د سفرونو لپاره نوښت بولي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې سراجالدین حقاني د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدنه کې پر سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په خپل اختریز پیغام کې امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې ویلي، له کبر او غرور ځانونه وساتئ، تواضع غوره کړئ او خپلو کړنو او چلند ته متوجه اوسئ.
د کورنیو چارو سرپرست په کابل کې د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې افغانستان او سيمه کې پر روان وضعيت، د همکاريو پر دوام، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي اړیکو پر پياوړتيا خبرې کړې دي.
کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د اسیایي دفتر مشرې سره په لېدنه کې ویلي، د نظام اصول ورته تر بل هر څه زیات ارزښت لري او هر فعالیت باید له اصولو سره سم ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP