Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د حماس غورځنګ وايي، تر هغه وخته چې فلسطیني بندیان د هوکړې پر اساس خوشې نهشي، د اوربند په اړه له اسرائیلو سره مذاکرات ته دوام نه ورکوي.
د مصر او قطر تر منځګړیتوب وروسته، حماس په داسې حال کې چې غزه کې د نږدې یوه میاشتني اوربند د ماتېدو اندېښنې زیاتې شوې وې، اعلان کړی چې نن شنبې درې اسراییلیان د ۳۶۹ فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشي کوي.
حماس وایي، په غزه کې یې د اسرائیلي بندیانو خوشي کول د اوربند له شرایطو د سرغړونو له امله ځنډولي، خو ډونالډ ټرمپ ویلي، که دا بندیان خوشي نه شي، د غزې اوربند د لغوې وړاندیز به وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د غزې پر نیولو او مالکیت ټینګار کړی خو حماس د یادو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې «غزه د پلور لپاره نه ده» او فلسطینیان به اجازه ور نه کړي چې پر خاوره یې معامله وشي.
د راپورونو له مخې، نن د حماس او اسرائیل ترمنځ د بندیانو دویمه تبادله ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې ۲۰۰ فلسطیني وګړي د څلورو اسرایلیانو په بدل کې خوشي شي.
د بلخ سلګونه اوسېدونکو د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د غزې د قربانیانو په ملاتړ او د حماس سیاسي دفتر د رییس اسماعیل هنیه د ترور غندلو په موخه غونډه جوړه کړه.
حماس اعلان کړی چې یحیی سنوار یې د اسماعیل هنیه پر ځای د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر ټاکلی دی.
حماس غورځنګ اعلان کړی چې د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د هغه د اوسېدو پر ځای «د صهیونیستی دښمن په جنایتکارنه» برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د حماس غورځنګ په غزه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اوربند له پرېکړهلیک او له قید او شرط پرته د زندانیانو تبادلې د عملي کېدو هرکلی وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د حماس ډلې له سیاسي مشر اسماعیل هنیه سره په ټلیفوني خبرو کې خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دغو سرښندنو په پایله کې به د افغانستان په څېر فلسطین هم ازاد شي.
پر غزې د اسراییلي ځواکونو د یرغل په دوام کې په تازه بریدونو کې نږدې ۲۰۰ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، د لبنان پلازمینې بیروت ښار کې د فلسطین د حماس ډلې سیاسي مرستیال صالح العاروري د اسراییلو په یوه بې پیلوټه هوایي برید کې وژل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP