کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۳): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د غزې پر نیولو او مالکیت ټینګار کړی خو حماس د یادو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې «غزه د پلور لپاره نه ده» او فلسطینیان به اجازه ور نه کړي چې پر خاوره یې معامله وشي.
د ټرمپ یادې څرګندونې د عربي هېوادونو له پراخې غندنې سره مخ شوې او په سیمه کې یې د لا ډېرو ترینګلتیاوو رامنځته کېدو په اړه اندېښنې پیدا کړې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ پرون خبریالانو ته ویلي: «زه د غزې مالکیت او پېرلو ته ژمن یم؛ د هغې د بیارغونې له نظره، ښايي دغه کار په منځني ختیځ کې نورو هېوادونو ته وسپارو څو ځینې برخې یې ورغوي، نور هېوادونه ښايي دغه کار زموږ د ملاتړ له لارې ترسره کړي خو موږ یې مالکیت ته ژمن یو، هغه به ترلاسه کړو او ډاډ به ترلاسه کړو چې حماس به بیا هلته ولاړ نه شي.»
ټرمپ دغه راز ویلي، چمتو دی چې متحده ایالتونو کې د یو شمېر فلسطیني کډوالو د منلو شونتیا په پام کې ونیسي خو دا وړاندیزونه به وڅېړي.
خو د حماس د سیاسي دفتر غړي عزتالرشق د غزې د مالکیت په اړه د ټرمپ څرګندونې غندلې دي.
هغه ویلي: «غزه د پېر او پلور ملک نه دی؛ دا سیمه د فلسطین د اشغال شوې خاورې یو نه بېلېدونکې برخه ده» او فلسطینیان به د ځای پر ځای کېدو طرحه ناکامه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزې د تصرف او له دې سیمې د فلسطنیانو بېځایه کولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز په اړه د اسرائیل لومړي وزیر هم ویلي وو چې فلسطینیان باید سعودي عربستان ته انتقال شي.
د عربي هېوادونو لکه د قطر، مصر، متحده امارات، سعودي عربستان، اردن او فلسطین د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه بیانیه کې ګواښ کړی چې دا ډول اقدام به د سیمې د بېثباتۍ لامل شي او د لا ډېرو جګړو لپاره به زمینه برابره کړي.
سعودي عربستان او قطر هم تېره ورځ د فلسطینیانو د بېځایه کولو په اړه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څرګندونې غندلې او ویلي یې دي چې فلسطینیان په غزه کې کډوال نه دي چې د اسرائیل په غوښتنه به له دغه ځایه وځي او د هغوی د بېځایه کولو طرحه د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض دی.