Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حماس یو امریکایي – اسرائیلي بندي آزاد کړ

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): د حماس ډلې اعلان کړی چې یو امریکایي – اسرائیلي بندي ادان الکساندر یې غزه کې د اوربند هوکړې ته رسېدو لپاره د هڅو د دوام او دغې سیمې ته بشر دوستانه مرستو د انتقال زمینې برابرولو په موخه، خوشې کړی دی.

اېن‌بي‌سي نیوز راپور ورکړی چې ادان الکساندر د غزې تړانګې د سوېل په خان‌یونس ښار کې سره ‌صلیب ته وسپارل شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروت سوشیال کې د الکساندر کورنۍ او ملګرو ته د هغه د خوشې کېدو مبارکي وکړې ده.

ورته مهال، د اسرائیل پوځ ویلي چې الکساندر د غزې تړانګې ته لېږدول شوی، لومړنۍ روغتیايي څېړنې به یې وشي او له خپلې کورنۍ سره به وویني.

مخکې له دې حماس ویلي وو چې یاد بندي غزه کې د اوربند هوکړې ته رسېدو لپاره د هڅو د دوام او دغې سیمې ته بشر دوستانه مرستو د ورود زمینې برابرولو په موخه خوشې کوي.

د یادونې ده چې یاد بندي سعودي عربستان ته د ډونالډ ټرمپ سفر سره هم‌مهاله خوشې شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.