Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، د عراق په لوېديځ کې د دغه هېواد له ځواکونو سره د دوی په ګډو عملیاتو کې د داعش ۱۵ غړي وژل شوي او ۷ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.
د م.م د عمومي منشي مرستیال، افغانستان کې د داعش څانګه د اروپا لپاره لوی بهرنی ګواښ بولي، خو د ا.ا ویاند وایي، په دې اړه د غربي هېوادونو او بنسټونو اندېښنې بېځایه او «پروپاګند امیزه» دي.
چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې د داعش پر یوه پټنځای عملیاتو کې د دې ډلې یو شمېر هغه غړي نیولي چې غوښتل یې د محرم مياشتې پر مراسمو بريدونه وکړي.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا په متحده ایالتونو کې اته تاجکستاني وګړي له داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.
د کونړ امنیتي مسوولین وایي، تېره شپه یې په څوکۍ ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې دوه غړي وژلي او یو یې ژوندی نیولی دی.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي چې په سیمه او نړۍ کې ځینو کړیو په افغانستان کې د داعش لپاره په تبلیغاتو لاس پورې کړی او په وینا یې، هيڅوک باید د دې ډلې قوي ښودلو او پياوړتیا لپاره لابي ونه کړي.
بلخ کې د ایران سرکونسل وایي، اسرائیل د داعش ډلې لپاره اسانتیاوې برابروي او مالي ملاتړ یې کوي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت دهدادي ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو جوړولو پر مهال چاودنې د «داعش» ډلې دوو غړو ته مرګژوبله اړولې ده.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمېر قومي مشرانو سره کتنه کې ویلي چې اسلامي امارت په افغانستان کې داعش ډله له منځه وړې ده.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد کې داعش ډله ځپل شوې او سرحدونه تر کنټرول لاندې راغلي دي.
اسوشیتد پرس خبري اژانس وایي، د داعش ډلې د کابل ښار اتلسمې ناحیې اړوند دشتبرچي سیمه کې د وړمې ورځې چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن