Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: پاکستان دې د داعش خراسان مشر او د هغه نږدې همکاران یا اخراج او یا ا.ا ته وسپاري

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۴): د ا.ا ویاند وایي، د پاکستان په پوځ کې یوه حاکمه ډله د ا.ا په اړه پروپاګند کوي؛ ځکه چې د افغانستان پرمختګ او امنیت نه‌شي زغملی، په فرضي کرښه کې شخړو ته لمن وهي، په خپله خاوره کې یې د داعش پر پټنځایونو سترګې پټې کړې او د پاکستان د امنیتي ستونزو د حل لپاره یې ټولې منطقي او معقولې هڅې سبوتاژ کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په ټولو رسمي پولو او فرضي کرښه کې وضعیت تر بشپړ کنټرول لاندې دی، تر ډيره بریده د غیرقانوني کړنو مخه نیول شوې، د ملي دفاع وزارت له خپلو شته امکاناتو کار اخلي څو د ټولو پولو او فرضي کرښې اپراتیفي پوښښ لا پیاوړی شي.

هغه وایي، په عمومي توګه د افغانستان امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی، د افغانستان په ټوله جغرافیه کې هیڅ ډول تهدید شتون نه‌لري او په تیرو اتو میاشتو کې کومه د پام وړ سیاسي امنیتي پیښه نه ده را منځته شوې.

ده وویل: «له دې مخکې کوم لوی او واړه بریدونه چې د افغانستان په ګاونډ کې د فتنې او فساد له مراکزو څخه تنظیم او ترسره شوي وو، د هغو ټول عاملین د لوی الله په نصرت نیول شوي یا وژل شوي دي، ځینې مغرضې کړۍ له تیرو څو اونیو را په دې خوا هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو ذهنیت ګډوډ او د افواهاتو او پروپاګند په خپرولو سره تشویشونه ایجاد کړي.»

مجاهد زیاته کړه چې افغان ولس دې پر دې افواهاتو باور نه کوي او اسلامي امارت  د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي شریعت په رڼا کې د خپل هیواد او خلکو عليا مصالحو او ملي ګټو ته په کتو ښه تعاملات او ښه مفاهمه لري، د ستونزو د حل په برخه کې لومړیتوب تفاهم ته ورکوي، په تفاهم باور لري، په دې برخه کې ښې لاسته‌راوړنې هم لري او اوس په پیاوړې توګه دا درک را منځته شوی چې د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره یو حیاتي ارزښت لري.

هغه وویل، داسې بریښي چې د افغانستان په ګاونډ کې ځینو خاصو کړیو ته په افغانستان کې اوسني ښه امنیتي وضعیت او په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې پرمختګونه «خوند نه ورکوي او په افغانانو یې نه لوریږي»؛ نو ځکه یې یو لړ دسیسو ته مخه کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي: «دا ځانګړې کړۍ د پاکستان په پوځ کې یوه حاکمه ډله ده، زموږ د معلوماتو له مخې، موږ باوري یو چې د دوی له افغانستان ضد سیاستونو سره د پاکستان اکثره نظامیان، سیاسیون، احزاب، علماء کرام او د پاکستان متدین ولس هیڅ توافق نه لري او هغوی په خپله هم د دې مستبدې کړۍ له خپلسرو او دیکتاتورانه کړنو څخه تر پوزو راغلي، همدې خاصې کړۍ په افغانستان کې د تشویشونو د ایجاد لپاره یو لړ اقدامات تر لاس لاندې نیولي.»

د هغه په وینا، یاده کړۍ په نړۍوال سټېج په هر پلیټفورم کې د افغانستان او اسلامي امارت په اړه پروپاګند کوي، د تشویشونو د ایجاد هڅې کوي، منفي تأثرات خپروي، کاذب اطلاعات تولیدوي او د هغو چینلونو له لارې چې د نړۍ د فریب لپاره یې را منځته کړي، تر هیوادونو رسوي، دا کاذب اطلاعات ډېری یې په افغانستان کې د امنیتي تشویشونو په ایجاد را ټول وي او دا یې اوس یوه سوداګري ګرځېدلې ده.

مجاهد وایي، دغه کړۍ د افغانستان او پاکستان د شریفو ملتونو ترمنځ د واټن ډېرولو او نفرتونو د ایجاد هڅه کوي او غواړي د اسلامي امارت په اړه د پاکستان د متدین ولس ذهنیت خراب کړي او د پاکستان امنیتي ستونزې چې اصلي عامل یې د همدې کړۍ ناسم سیاستونه دي، افغانستان ته منسوب او خپله ناکامي پټه کړي.

هغه زیاته کړه: «دې کړۍ د پاکستان د امنیتي ستونزو د حل لپاره ټولې منطقي او معقولې هڅې سبوتاژ کړې او کلک مخالفت ورسره لري، دوی اصلا یوه ځانګړې اجنډا مخته وړي او نه غواړي سیمه په بشپړه توګه له تاوتریخوالي او جګړې څخه پاکه شي. پاتې دې نه وي کوم قبائلي مهاجرين چې په افغانستان کې شتون لري، دا د اسلامي امارت د حاکميت له مخه افغانستان ته مهاجر شوي وو او د مهاجرت علت يې هم د همدې کړۍ ناسم سیاستونه او په قبائلي سيمو کې تاوتريخوالی او عمليات وو. اسلامي امارت به د ټولو هغو هڅو او اقداماتو تود هرکلی وکړي چې په پایله کې يې دغه مهاجرين خپلو سيمو ته ستانه شي.»

دغه‌راز، هغه وایی چې یاده کړۍ د افغانانو په منځ کې ډول ډول توپیرونو ته لمن وهي او غواړي ځینې افغانان په خپل دام کې را ګیر او د افغانستان د ملي امنیت په ضد یې وکاروي او دوی ته د ناسم فکر او کاذبې روحیې د ورکولو هڅې کوي.

مجاهد وویل: «په دې مهمه زماني مقطع کې چې افغانستان ځینې سیاسي او اقتصادي پرمختګونه تجربه کوي، دا ځانګړې کړۍ په فرضي کرښه کې شخړو ته لمن وهي، د افغانستان د هوایي قلمرو نقض ترسره کوي او کرښې ته نږدې په عامه ځایونو بمبارۍ کوي، چې الحمدلله هر ځل غاښ ماتوونکی ځواب ورکول شوی او دا دې ټولو ته جوته وي چې افغانستان له خپل ځمکني او هوایي حریم څخه د دفاع حق لري او کوم تیری به بې ځوابه پرینږدي.»

دی زیاتوي: «په خپله خاوره کې یې د داعش پروژې په موجودیت او پټنځایونو باندې سترګې پټې کړې دي، چې هم خپل دیني علماء کرام او خلک پرې وژني، هم د افغانستان او هم د نړۍ امنیت او ثبات پرې تهدیدوي او يوه خطرناکه لوبه یې پیل کړې، تاسې ته بهتره معلومه ده چې کله افغانستان تر اشغال لاندې و، د هیواد په ختیځو ولایتونو کې د داعش د فتنې ظهور د کرښې هغې خوا د اورکزیو له ساحې څخه ترسره شو، په سر کې یې د سعید خان په نامه یو پاکستاني وګړي قرار لاره او په لښکر کې یې د پاکستان د مختلفو صوبو څخه سلګونه وګړي شامل وو، د اسلامي امارت مجاهدین له یوې خوا له اشغالګرو سره په مبارزه بوخت وو او له بلې خوا یې د همدې فتنه ګرې ډلې په ضد چې د اسلام او جهاد د بدنامۍ لپاره رامنځ ته شوې وه او د ديني مراکزو او خوځښتونو په ضد کار ترې اخيستل کيږی؛ د خپلې اسلامي عقیدې په اساس او د مظلومو افغانانو د نجات لپاره مبارزه او جګړه کوله او له فتحې وروسته يې هم د دې فتنه ګرې ډلې په ضد په ډير قاطعيت خپلې مبارزې ته ادامه ورکړه، بالاخره یې فتنه ګر وځپل او خپله خاوره یې د دوی له وجود څخه پاکه کړه، د دې فتنه ګرې ډلې پاتې غړي په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې، خپلو اصلي سیمو ته وتښتیدل او هلته یې نوي پټنځایونه او مراکز ایجاد کړل، د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه یې جلب او جذب پیل کړ او کوم کسان یې چې استخدامول هغه یې د پاکستان له غربي پولې او د کراچۍ او اسلام اباد له هوایي ‌‌‌ډګرونو څخه خپلو مراکزو ته را انتقالول، چې بیا یې تکفیري فکر او د قتل عامونو او تخریبي کړنو روزنه ورکوله. »

مجاهد وایي چې اسلامي امارت ته د کره ثبوتونو د رسیدو او دقیقو استخباراتي معلوماتو له مخې، په تهران کې د سردار سلیماني په تلین ترسره شوی برید، په مسکو کې ترسره شوی برید له همدې مراکزو څخه پلان، تنظیم او ترسره شول چې هغه هېوادونه هم پرې آګاه دي.

ده وویل: «په افغانستان کې په دیني علماء کرامو، امارتي شخصیتونو، مجاهدینو او عامو خلکو زیات خونړي بریدونه په همدې مراکزو کې پلان او له همدې مراکزو څخه تنظیم او ترسره شوي، بریدګر او تنظیموونکي یې له همدې مراکزو څخه افغانستان ته را لیږل شوي وو، چې په دې اړه کافي شواهد او اسناد موجود دي»

هغه د بېلګې په توګه په کابل کې په شیخ رحیم الله حقاني، په هرات کې په شیخ مجیب الرحمن انصاري، د اهل تصوف په ځینو خانقاوو او جوماتونو، په هرات، غور او کابل کې د اهل تشیع په ځینو جوماتونو، زیارت کوونکو او په کابل کې د هندوانو په معبد بریدونه، په کندهار او کندز کې د افغانستان بانک په څانګو او په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په کارکوونکو دوه ځله مرګوني بریدونه، د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست په کارکوونکو بريد، د بلخ په والي حاجي مزمل، د مهاجرینو په وزیر الحاج خلیل‌الرحمن حقاني، د ښارجوړولو وزارت په معین، د نیمروز د ولایت په مقام او د بدخشان په ولایت کې په امنیه قوماندان، مرستیال والي، د کانونو او پټرولیم په رئیس، یو شمیر نورو کسانو بریدونه، په کابل کې د چینایانو په هوټل، د روسیې په سفارت، په بامیانو ولایت کې په خارجي سیلانیانو او په تخار کې په چینایي وګړو او ځینې نور بریدونه یاد کړل.

دی زیاتوي: «زموږ د دقیقو اطلاعاتو له مخې ځايي وسلوالو چې د (۲۰۲۵) کال په (فبروري )میاشت کې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې چې د ساعین بالفساد یا داعشي فتنه ګرو په پټنځایونو او مراکزو کوم برید ترسره کړی وو هلته یې تر دیرشو پورې داعشي فتنه ګر وژلي وو، چې د یو شمیر مسؤلینو په شمول ځینې خارجي اتباع هم پکې شامل وو او ځینې اروپایي پاسپورټونه هم له همدې مراکزو لاس ته ورغلي وو، تحلیل دا ده چې اروپایي اتباع همدلته راغلي، روزل شوي او بیرته د بریدونو لپاره اروپایي او نورو هیوادونو ته استول شوي.»

د اسلامي امارت ویاند وایي چې خاص اطلاعات د دې ښودنه کوي چې دا «فتنه ګره ډله» بیا په همدې مراکزو کې د تنظیمیدو په حال کې ده او په پلان کې لري چې هم په خارج کې او هم په افغانستان کې بریدونه ترسره کړي او دا ځل کیدای شي په خارج کې په بریدونو کې د تاجکستاني اتباعو په ځای د نورو هیوادونو له اتباعو څخه کار واخلي، ځکه تاجکستاني اتباع زیات افشا شوي دي.

ده وویل: «سربیره پر دې زموږ د اطلاعاتو له مخې د داعش د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د ده نږدې همکاران عبدالحکیم توحیدي، سلطان عزیز عزام او د داعش له مرکزي څانګې سره د اړیکو تنظیموونکی او په اصطلاح د مکتب صدیق مسؤل صلاح الدین رجب د پاکستان په خاوره کې موجود او پټ دي.»

هغه وایي چې د افغانستان اسلامي امارت په جدي توګه غوښتنه کوي چې دا اشخاص یا اسلامي امارت ته وسپارل شي او یا دې يې د پاکستان حکومت له خپلې خاورې څخه اخراج کړي او په دې توګه دې د پاکستان حکومت خپل مسؤلیت ترسره او خپلې ژمنې دې پوره کړي.

همدا راز، مجاهد وویل چې پاکستان دې د افغانستان پر وړاندې له منفي برخورد، د حریم نقضولو او نورو پاروونکو کړنو لاس په سره شي، کنه یادې کړنې به په طبیعي ډول خورا منفي او نامطلوب عواقب ولري.

چارواکي وایي، د تېرې اونۍ د پنجشنبې پر شپه پاکستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر مرغی بازار هوايي بریدونه وکړل او د کابل هوایي حریم یې هم نقض کړ او په پلازمینه کې د چاودنې غږ واورېدل شو.

تېره شپه د اسلامي امارت ځواکونو د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.

د اسلامي امارت ویاند وایي، تېره شپه د فرضي کرښې په اوږدو کې افغان ځواکونو د پاکستان تر شلو پوستې تصرف کړې وې، ۵۸ پاکستاني نظامیان له منځه تللي او د ۳۰ په شاوخوا کې ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه: «تر نهو پورې زموږ مجاهدین هم شهیدان شوي، ۱۶ تر ۱۸ پورې ټپیان لرو او د دوی وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.»

د هغه د معلوماتو له مخې، اسلامي امارت یاد عملیات تېره نیمه شپه د قطر او سعودي عربستان د غوښتنو پر اساس ودرول.

خو دی وایي چې نن سهار د پاکستان له اړخه په ځینو سیمو کې د افغانستان پر پوستو بیا ډزې شوي او جګړې ته لمن وهل شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.