Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د دایکنډي د فوټبال فدراسیون وايي، د دغه ولایت د دولتی ادارو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د «ژمني جام» په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
دایکنډي ولایت کې ځیني بڼوال وايي چې سږ کال د اوبو کمښت او طبیعي پېښو له امله د «دخترشاه» مڼو په ګډون د مڼو حاصلات په بېسارې توګه کم شوي دي.
دایکنډي کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د اور لګېدنې له امله د یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ څلورو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دایکنډي کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ګاز نیونې پېښه کې یو سړی او مېرمن یې چې شاوخوا یوه میاشت مخکې یې واده کړی و، مړه شوي دي.
د دایکنډي ځایي مسوولینو د دغه ولایت د بادامو په حاصلاتو کې د ۳۱ سلنې کموالي خبر ورکوي او وایي، سږ کال نږدې ۲۱ زره متریک ټنه بادام راټول شوي دي.
دایکنډي کې مسوولین او یو شمېر ځوانان وايي چې په دې وروستیو کې دغه ولایت کې د دینې زدهکړو د لسګونه مدرسو په جوړېدو سره د عصري علومو ترڅنګ له دینې زدهکړو سره هم د ځوانانو لېوالیتا ډېره شوې ده.
د دایکنډي امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوه مازدا موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د دایکنډي ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د احصایې او معلوماتو رییس په ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
دایکنډي کې د والیبال سیالۍ تېره ورځ د «ازادي» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
ځایي اوسېدونکي وايي چې تېره شپه د دایکنډي میرامور ولسوالۍ په امید سیمه کې یو پلار او لور د ګازنیونې له امله مړه شوي دي.
دایکنډي کې روغتیايي مسوولین وايي چې سږ مېلادي کال په دغه ولایت کې د ۲۳۱ میندو او ماشومانو مړینه ثبت شوې چې د تېر کال په نسبت ۴۷ سلنه کموالی ښيي.
نیلي (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۲): دایکنډي کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت شاوخوا
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP