Language

دایکنډي کې شاوخوا دوه ټنه نشه‌یي توکي وسوځول شول

نیلي (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۲): دایکنډي کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت شاوخوا دوه ټنه نشه‌یي توکي سوځولي دي.

د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌علي جاوید پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه توکي په ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو کې د ۲۴ جلا عملیاتو په ترڅ کې کشف او ترلاسه شوي وو او پرون د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې وسوځول شول.

هغه زیاته کړه په یادو توکو کې ۱،۴ کیلوګرامه هیروین او شیشه، ۱۹ کیلوګرام اومان، ۱۲۷۴ کیلوګرام سود، ۱۷،۷ کیلوګرام یوف او ۵۲۶ کیلوګرام چونه شامل وو.

هغه زیاته کړه، له نیول شوو کسانو ۴۵۵ لېتر ډیزل، ۱۳۸ لېتر تیزاب او ۸ بیلره هم ترلاسه شوي دي.

login or register a new account.