Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
غور کې پر نشهيي توکو روږدې یو شمېر ښځې وايي چې له دوی سره د ډېری خلکو چلند سم نه دی؛ سپکاوی ورته کېږي او ځینو مواردو کې ان فزیکي تاوتریخوالی ورسره کېږي.
کابینې یوه پلاوی ته دنده سپارلې څو د سرطاني او زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې په موخه د معیاري طبي کمپلکس جوړولو لپاره د ځمکې د تشخیص چارې ترسره کړي.
د کونړ عامې روغتیا ریاست وایي چې له پاکستانه د راستانه شوو کډوالو درملنې لپاره یې تورخم ته د ډاکټرانو ۳۰ کسیز ډله لېږلې ده.
. . .
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په زړه سوري ۴۸ ماشومان يې نن په کابل کې د درملنې په موخه دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
سږ کال په زړه سوري ماشومانو درملنې لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې ۳۰ میلیونه افغانۍ او سره صلیب ۱،۹ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د اسلامي امارت د ریاستالوزرا کفیل او سیاسي مرستیال وايي، په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو او درملنې معیاري کولو ته جدي اړتیا ده او طبي شورا په همدې موخه د ځینو روغتیایي برخو معیاري کولو لپاره طرحې جوړې کړې دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۳۸ ماشومان یې په کابل کې د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د لوګر امنيتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مشرتابه د پرېکړې له مخې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د روږدو ټولولو او درملنې کمپاین پيل شو.
د هرات د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، د تېرو څو ورځو په ترڅ کې یې د هرات ښار په کچه شاوخوا ۴۵۰۰ روږدي راټول کړي دي.
د غزني چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې پر نشو د روږدو وګړو د راټولولو لړۍ پيل کړې چې په تېرو دوو ورځو کې یې سلګونه دغسې کسان راټول کړي او د درملنې لپاره یوه کمپ ته لېږلي دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې له سياسي تحول وروسته د مرستندويانو د نشتون له امله په نشه يي توکو د روږدو د درملنې ٤٤ مرکزونه تړل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن