Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
کندوز ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ څلور کلنه دښمني د ځايي مسوولینو او قومي مخور په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د سرپل سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ د قومي مشرانو او ځايي مسوولینو په مڼځګړيتوب د درېیو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښودل شو.
د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په خاواک سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني چې څلورو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، د سیمهییزو مسوولینو په ګډون د یوې قومي جرګې له لارې په دوستي بدله شوه.
د کاپیسا ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په الهسای ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې له ۱۳۹۲ لمریز کال راهیسې موجوده وه، نن د قومي مشرانو او حکومت په منځګړیتوب پای ته ورسېدوه.
اروزګان کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې پرون د ديني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د کندوز ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د دوو قومو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني – چې د دواړو لورو څلور کسان پکې وژل شوي وو- د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځګړیتوب ختمه شوه.
جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ دېرش کلنه دښمني چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو ۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه، د قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې يو کس چې شخصي دښمني یې درلوده، وژل شوی دی.
د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ اوږده دښمني -چې د ماشومانو پر سر پیل شوې وه او د دواړو لورو درېیو کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې وه- د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړتوب پای ته ورسېده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن