Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په اجرستان کې د دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

غزني‌ښار (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۴): د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده.

د غزني د والي ویاند مولوي عزت‌الله سعیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده دښمني چې د اجرستان ولسوالۍ په عثمان‌خېلو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د کورني اختلافاتو له امله رامنځته شوې وه، د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د جرګې له لارې حل او فصل شوه.

هغه زیاته کړه: «یاده دښمني د الله‌نور او محمد داوود د کورنیو ترمنځ له څو میاشتو راهیسې د یوه کس د وژلو پر سر رامنځته شوې وه، خو اوس له نېکه‌ مرغه د ورورولۍ او ګډ ژوند په بشپړې ژمنتیا پای ته ورسېده.»

هغه زیاته کړه، یاده دښمني د دواړو کورنیو او د کلي د اوسېدونکو ترمنځ د ستونزو رامنځته کېدو لامل شوې وه، خو د شخړې له پای ته رسېدو وروسته دواړه خواوې یو له بل سره پخلا شوې او یو بل یې په غېږو کې ونیول.

ورته مهال، دواړو کورنیو پر خپلو تېرو کړنو پښېماني وښوده او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به هيڅ ډول ستونزه نه‌ رامنځته کېږي او د کورنیو تګ‌ راتګ به دوام ومومي.

له یادو کورنیو د یوې یوه غړي محمد داوود له مقابل اړخ سره پر شوې روغې جوړې خوښي وښوده او ویې ویل: «اوس مو له نېکه‌مرغه د مسوولینو په منځګړیتوب او د قومي مشرانو په صادقانه هڅو دښمنۍ ته د پای ټکی کېښود، نور مو ترمنځ هيڅ ډول ستونزه نشته او د سولې او ورورولۍ په فضا کې به ژوند کوو.»

هغه وویل، هیڅکله هم د دښمنیو او اختلافاتو پای ته رسولو لپاره ناوخته نه‌ دی او هيڅ هم د سولې او پخلاینې په څېر ارزښتناک نه‌ دي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په غزني کې د مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو له لوري یو شمېر دښمنۍ حل او فصل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.