Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په غور کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ سل کلنه دښمني چې د ځمکې د مالکیت پر سر رامنځته شوې وه، له کلونو راهیسې له بېپایلې هڅو وروسته، د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې له مخې پای ته ورسېده.
د کاپیسا ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې ۱۸ کاله مخکې د یوې کورنۍ د یوه غړي د وژل کېدو له امله پیل شوې وه، د دغه ولایت د عالمانو، ځايي مسوولینو او قومي مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۰۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د غزني سیمهییز مسولین وایي، تېره ورځ مقر ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنيو ترمنځ څلور کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې د سیمې د قومي مشرانو او امنیتي چارواکو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ درې لسیزې پخوانۍ دښمني پای ته ورسېده.
د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنيو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د بادغیس ولایت په مرکز قلعهنو کې د دوو قونونو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني حل او پر دوستي بدله شوه.
شاوخوا ۳۵ کاله پخوا د بغلان د دهصلاح ولسوالۍ د قاسان درې په ګدالي کلي کې د یوې ناموسي قضيې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې یوه دښمنۍ کې تر اوسه ۱۲۰ کسان وژل شوي خو لا پای ته نه ده رسېدلې؛ اوس یې ښکېل لوري د سولې او جرګې غوښتنه کوي.
بادغیس کې سیمهییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ د څو کلونو دښمني د قومي مشرانو او حکومت په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
د کندوز ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړیتوب او د ځایي مسوولینو په هڅو پای ته رسېدلې ده.
د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې د مسوولينو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ سل کلنه دښمني پای ته ورسېده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP