جلالاباد (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۰۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د ننګرهار ولایت د اچين ولسوالۍ ولسوال ملا ابراهيم خيرالله نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغې ولسوالۍ اړوند عبدالخېلو سيمه کې د کورنيو ترمنځ سل کلنه دښمني ختمه او ترمنځ يې سوله وشوه.
دی وايي، په دې دښمنۍ کې د يادو کورنيو درې غړي وژل شوي او شپږ ټپيان شوي وو او ترڅنګ يې ميليونه افغانۍ نغدي زيان اوښتی و.
هغه وویل، د قومي مشرانو، دیني عالمانو او د ولسوالۍ د مسوولینو په هڅو او منځګړیتوب یادو دواړو کورنیو روغې ته غاړه کېښوده او پرون یې ترمنځ سوله وشوه.
د یادو کورنیو یوه غړي جعفر ژمنه وکړه چې دوی او نور نسلونه به يې تر دې وروسته په سوله کې ژوند وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP