Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده

جلال‌اباد (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنيو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده.

د ګوشتې ولسوالۍ ولسوال قاري محمدعمران محمدي نن (د غويي ۳۰مه) په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وويل چې د دې ولسوالۍ د ورسک کلي کې تېر کال د دوو اوسېدونکو انصاف او شېر زمان د کورنيو ترمنځ د ځمکې پر مالکيت جنجال شوی و.

هغه زیاته کړه چې له دې پېښې وروسته يو اړخ د بل اړخ کور ته لاسي بم غورځولی و چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي وو.

نوموړي وويل چې د سيمې قومي مشرانو او ديني عالمانو دوی سره په همغږۍ د دغو کورنيو ترمنځ جرګې وکړې او دواړه کورنۍ نن له دښمنۍ لاس په سر شول او روغه یې وکړه.

هغه د اسلام له نظره د سولې ارزښت ته په اشارې سره وویل، دا ډول پخلاینې د اسلامي اصولو پر بنسټ دي چې د ټولنې د سوکالۍ او امنیت تضمین په کې کېږي.

تازه پخلا شوو کورنيو د جرګې د منځګړیتوب له امله مننه وکړه او پر خپله روغه جوړه يې خوښي څرګنده کړه.

انصاف چې د کورنۍ درې غړي يې په دې شخړه کې ټپيان شوي وو، وايي چې له کوم قید او شرط پرته يې د قومي مشرانو په غوښتنه مقابل لوري ته بښنه وکړه.

د دې غونډې په پای کې د دواړو کورنيو غړي يو بل ته ور غاړې وتل او په راتلونکي کې يې په سوله‌يیزه توګه د ژوند کولو ژمنه وکړه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.