Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د دوو کورنيو ترمنځ څلور کلنه دښمني پای ته ورسېده

غزني (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د غزني سیمه‌ییز مسولین وایي، تېره ورځ مقر ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنيو ترمنځ څلور کلنه دښمني پای ته ورسېده.

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ ولسوال مولوي نورالله اتل پژواک خبري اژانس ته وویل، د ثمن‌کلا سیمه کې د دوو کورنيو ترمنځ څلور کلنه دښمني چې یو کس په‌کې وژل شوی و، د حکومتي مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب حل او فصل شوه.

هغه وویل، د يادو کورنيو مشرانو او کشرانو يوه او بل ته د پخلاينې غېږې ورکړې او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به پر یوه او بل د برید او غچ اخیستو هڅه نه کوي.

دغه راز، د یادې سيمې قومي مشران وايي، د دا ډول شخصي دښمنيو او شخړو حل د خلکو ترمنځ د يووالي لامل ګرځي.

د سیمې یوه قومي مشر بسم‌الله وویل، منځګړو پرېکړه کړې وه چې د قاتل کورنۍ به د مقتول کورنۍ ته یو میلیون افغانۍ، څلور پسونه او څلور موټر ورکوي، د دې لپاره چې بل ځل بیا څوک دغه ډول کړنه ترسره نه‌کړي.

نوموړي وویل، حکومت او قومي مشران بايد د دا ډول دښمنيو مخنيوی وکړي او د روغو جوړو له لارو دې ستونزو ته د حل لارې ولټوي.

ورته مهال، د ډاکټر شاه‌محمود او عبدالقدوس کورنیو له منځګړو د مننې ترڅنګ خوښي څرګنده چې له دښمني خلاص او له دې وروسته به خپل ارام ژوند ته دوام ورکوي.

دغه دښمني چې د ځوانانو ترمنځ له خپل‌منځي شخړې وروسته پیل شوې وه د عبدالقدوس یو زوی په‌کې وژل شوی و.

د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو وروسته د دښمنیو د حل او فصل لړۍ په چټکۍ روانه ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.