Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ایران په مالي ملاتړ د «امام خمیني» په نوم د ۱۲۰ بستریز تخصصي روغتون جوړېدو چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به پرانیستل شي.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، د جلال اباد حوزوي روغتون په نسايي ولادي څانګه کې د مېرمنو د فيسټولا ناروغۍ عملیات خونه جوړه شوه.
د زابل په مرکز کلات ښار کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د سوډان د شمالي ډافور په مرکز الفاشر کې د سعودي عربستان اړوند پر یوه روغتون وسلهوال برید کې لږ تر لږه ۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د امکاناتو له کمښته او د تخصصي برخو له نشتوالي شکایت کوي او د دې ستونزو د حل غوښتنه کوي، خو مسوولین بیا په راتلونکي کې د روغتیايي خدماتو ښه کېدو خبره کوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د کابل سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د څلورو ماشومانو د سوء شکل هډوکو پېچلي عملیات په بریالیتوب ترسره شول.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د متحده عربي اماراتو د پنځه میلیون امریکايي ډالرو په مالي ملاتړ د یوه روغتون جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې یوه امریکايي خیریه بنسټ د دغه ولایت له سيمهيیز روغتون سره د مور او ماشوم د مړینې مخنيوي په موخه د روغتيايي تجهیزاتو مرسته وکړه.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، په دغه ولايت کې يې د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې پر ۵۰ بستريز روغتون کار پيل کړی چې نږدې راتلونکي کې به پرانیستل شي.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اړوند احمدشاهي مېنه کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان په مالي همکارۍ د یوه روغتون جوړېدو چارې پیل شوې.
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمېشنرۍ په مالي مرسته یوه ۳۰ بستریز روغتون لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د معلولینو نړۍوالې ورځې (د ډسمبر ۳مه) سره همهاله په کابل کې د سره صلیب روغتون رییس وایي چې په افغانستان کې هر کال د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په اوو مرکزونو کې له ۱۶ تر ۱۸ زره پورې نوي معلولین ثبتیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP