Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
ننګرهار کې د روږدو درملنې ۱۵۰ بستريز روغتون مسوولین وايي، د ناروغانو او مراجعينو شمېر ډېروالي ته په کتو دې د دغه روغتون د بسترونو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شي.
د دایکنډي روغتیایي مسوولین وایي چې په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت د روږدو درملنې ۴۰ بستریز روغتون کې د ۴۳۵ کسانو درملنه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د ا.ا له واکمنېدو راهيسې په ټول هېواد کې د څه باندې ۱۱۵ زره روږدو درملنه شوې، د نشهیي توکو د تولید ۱۳۱۵ فابریکې ویجاړې شوې او څه باندې ۲۱۷ زره هکتاره کوکنار له منځه وړل شوي دي.
نیمروز کې له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د روږدو ټولولو او درملنې لړۍ د بیا پیلېدو خبر ورکوي.
د بغلان امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت وايي، په تېرو ۱۸ میاشتو کې یې د پلخمري ښار له واټونو ۳۴۰۰ روږدي ټول کړي او د هغوی درملنه یې کړې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، په کابل کې درملنه شوو روږدو ته په «اغوش» کمپلېکس کې د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د تخار مرکز تالقان ښار پر سړکونو کې د روږدو ډېرېدو د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي، هغوی له حکومته غواړي چې روږدي راټول او درملنه یې وکړي، خو مسوولین بیا وایي چې د هغوی راټولول په یو ځل، ستونزمن کار دی.
فراه کې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یو شمېر هغو روږدو چې مخکې یې درملنه شوې، بېرته نشو ته مخه کړې ده خو حکومت پلان لري دغه کسان یو ځل بیا راټول کړي او درملنه یې وکړي.
د فاریاب مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا پنځه زره روږدې ښځې او ماشومان شته چې د درملنې لپاره یې په میمنې ښار کې ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د یوه روغ شوي معتاد په همکارۍ یې د کابل په پلسوخته سیمه کې د هغو شپږو روږدو مړي موندلي چې مخکې هلته خښ شوي وو.
په هرات کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولين وايي، د معتادینو د بېرته روږدېدو مخنيوي لپاره يې ورته د کارموندنې هڅې پیل کړې دي.
ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره يوه خيريه بنسټ په وړيا توګه په نشهيي توکو د روږدو کسانو درملنه پيل کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن