د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين وايي چې له پاکستانه د راستنو شوو کورنیو ۱۵۰۰ ماشومانو ته – چې نجونې هم په کې شاملې دي – د دغه ولایت په ښوونځیو کې د زدهکړو زمینه برابره شوه.
غزني ته له پاکستانه راستانه شوي کډوال وايي چې حکومت دې د دوی ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار په ګډون د شپږو لسوالیو د سواد زدهکړو له ۷۰ کورسونو ۱۰۲۴ کسان فارغ شول.
د کندوز د پوهنې ریاست مسوولین وايي، درېیو مرستندویه بنسټونو په دغه ولایت کې د نږدې ۸۰۰ سیمهییزو ټولګیو په جوړولو سره ۲۷ زره ماشومانو ته د لومړنیو زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، اروپایي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه څو په لومړنیو ښوونځیو کې ۲۰۰ زره زدهکوونکو ته د زدهکړو ښه چاپېریال برابر شي.
د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې له پاکستانه په زور د را ایستل شوو کډوالو کورنیو ماشومان په ښوونځي کې شامل او زدهکړې یې پيل کړې.
ننګرهار ته له پاکستانه راستانه شوي هېوادوال وایي، د خپلو ماشومانو زدهکړو په اړه جدي اندېښنه لري او زیاتوي چې حکومت دې ورته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم ټولو افغانانو ته د یو ډول زدهکړو زمینې پر برابرولو د ټينګار ترڅنګ ویلي، کله چې لازم شرایط برابر شي، د فاریاب پوهنتون ته به د طب پوهنځی منظور شي.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې يې شاوخوا ۷۰ سلنه هغو ماشومانو ته چې په ښار او ولسواليو کې په درنو کارونو بوخت دي، د زدهکړو زمينه برابره کړې ده.
د الحبتور ګروپ مشر خلف احمد الحبتور وایي، امنیتي کسانو د یو شمېر هغو افغان نجونو مخه نیولې چې د زدهکړو لپاره متحده عربي اماراتو ته تلې خو ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاملرنې موسسه وایي، دمګړۍ ۲،۵ میلیون افغان نجونې له زدهکړو پاتې دي، خو د پوهنې وزارت بیا وایي چې له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي.
ملګري ملتونه وايي، د ا.ا واکمنۍ له دوکلنې کېدو سره هممهاله یې په افغانستان کې د نجونو زدهکړو لپاره کمپاین پیل کړی دی.