Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ته بلنه ورکړې چې مسکو ته سفر وکړي.
د ترکمنستان د برېښنا وزیر د راتلونکي ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون غځولو او لاسلیک په موخه د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ته عشقاباد ته د سفر بلنه ورکړې ده.
د اسلامي امارت مشر شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال په خپلو خبرو کې ويلي چې د تېر حکومت کارکوونکي دې بېرته هېواد ته راستانه شي او دلته دې په عزت سره ژوند وکړي.
د ا.ا مشر د سمنګان ولايت له مسوولينو سره په لیدنه کې د افغانستان څو وروستۍ لسیزې ناخوالې د اختلافاتو او ملوکالطوایفي رامنځته کېدو له امله بللې او له مسوولينو يې غوښتي چې له نظام سره د خلکو نږدې کولو لپاره هڅې وکړي.
کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مغولستان ته سفر کړی او هممهاله اوکراین د هغه د نیولو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ترکیې او بیا قطر ته تللی؛ هغه ویلي، د بشري حقونو شورا له ۵۷مې غونډې مخکې به د افغانانو له بېلابېلو ډلو، کارپوهانو او حکومتي استازو سره وګوري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یواېناېچسيار) وايي چې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا زابل ولایت ته سفر کړی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه ناڅاپي سفر د چچین اسلامي جمهوریت ته سفر کړی دی.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين اذربايجان ته تللی او د دغه هېواد له ولسمشر سره به پر بېلابېلو موضوعاتو پراخې خبرې اترې ولري.
د اسلامي امارت رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند د صحي معایناتو لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی او د دغه هېواد د دولت رییس، محمد بن زاید ال نهیان یې عیادت کړی دی.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار ویلي چې نږدې راتلونکي افغانستان ته سفر کوي.
د راپورونو پربنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند طرحې عملي کېدو په تړاو د خبرو اترو په موخه منځني ختیځ ته سفر کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن