Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عدليې وزارت سرپرست روسیې ته سفر وکړ

کابل (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۴): د افغانستان د عدلیې وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالحکيم شرعي د سن پترزبورګ نړۍوالې حقوقي مجمع په دیارلسمې ناسته کې د ګډون په موخه روسیې هېواد ته ولاړ.

د عدلیې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې حقوقي ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو د عدليې وزيران، قضايي چارواکي او حقوقي متخصصين برخه اخلي.

د خبرپاڼې په حواله، د اسلامي امارت د عدليې وزارت سرپرست به په‌ دغه ناسته کې د قوانينو د څرنګوالي، په نړۍوالو حقوقو کې د اصلاحاتو د اړتیا، د عدالت د تأمين او د نړۍوالو تعاملاتو پر وړاندې د اسلامي امارت د دریځ په اړه وينا وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د نړۍوالې حقوقي مجمع دا ناسته د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د روسیې په سن پترزبورګ ښار کې پيلېږي او د درېیو ورځو لپاره به دوام ومومي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.