Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فراه ګلستان ولسوالۍ یو شمېر خلک وايي، دوی هیڅ پوخ سړک نه لري، او له حکومته غواړي چې د دې ولسوالۍ لار له کندهار- هرات لویې لارې سره – چې ورسره ۶۰ کیلومتړه واټن لري- ونښلوي.
د کونړ وټهپور ولسوالۍ د هوز سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت د ۲۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې بشپړې کړې.
مسوولین وايي چې د پامیر – اشکاشم سړک پراخولو او هوارولو چارې د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې پیل شوې.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف نهمې ناحیې کارته نوشاد سیمه کې د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت د څه کم یو کیلومتر سړک د کانکرېټولو چارې پیل شوې.
پکتیا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې نن د ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پيل شوې.
د کابل ښاروالۍ له لوري د څلورمې ناحیې اړوند له هنګرها څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر پنځم سړک د سلطان محمود غزنوي سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار ولايت د ټولګټو چارو ریاست او ښاروالۍ له لوري د جلالاباد هوايي ډګر مخې ته پر عمومي سړک ايښودل شوې موانع له شلو کلونو وروسته لرې شوې.
د کندهار ښار – سپینبولدک لارې مسافر او موټرچلوونکي وايي، د دې لارې جوړولو پاتې چارې – چې له تېرو شاوخوا دوهنیمو کلونو راهیسې ولاړې دي – باید بېرته پیل شي.
بامیان کې ځایي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې اته میلیون او ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۱۷،۵ کیلومتر سړک د ترمیم او بیارغولو چارې پیل شوې.
د ټولګټو وزارت مسوولین وايي چې د کندهار ښار له ډنډ چوک څخه تر باغپُل پورې یې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پیل کړې دي.
د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د دفاع وزارت له لوري د شل کيلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې.
د هلمند ټولګټو ریاست وايي چې د دغه ولایت له مرکز لښکرګاه څخه د کندهار- هرات تر لويې لارې پورې د ۲۳ کیلومتره سړک بیارغولو چارې پيل شوې
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP