Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
غزني کې د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایې، د رزمي ورزشونو «هوشارافو» سبک دوه ورځنۍ سیالۍ چې د شپږو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د دغه ولایت په ورزشي جمنازیوم کې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.
په خوست ولایت کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د «نجيبالله ترهکي د معلولينو شلاوريز کرکټ جام» دیارلسم پړاو سیالۍ د هېواد د پنځو زونونو د غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوې.
کابل کې د جمناستیک او کیک جیتسو سیالۍ ترسره شوې چې ۲۲۲ لوبغاړو په کې په بېلابېلو عمري کټګوریو کې برخه اخیستې وه.
د زونونو په کچه د «میرویس نیکه» په نوم د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ نن په کندهار او هلمند ولایتونو کې پیل شوې.
نورستان کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د غشو ویشتلو اختریزې سیالۍ د شورپشکي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پروان ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د کوچني اختر والیبال سیالۍ چې د ۱۸ لوبډلو په ګډون ترسره شوې، د میته ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د «الیاس خان بابا» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه اندونیزیا ته وبایله او په دغو سیالیو کې له مخکې تګه پاتې شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د روانې وري میاشتې په ۱۶مه د زونونو په کچه د «میرویس نیکه» په نوم پنځم پړاو درې ورځنۍ سیالۍ پیلېږي.
غزني کې د مرکز او ولسوالیو د شپږو لوبډلو ترمنځ د کرکټ لساووریزه رمضان جام سیالۍ چې د کرکټ امریت له لوري پیل شوې وې، نن د «وفا ټایګر» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
ټاکل شوې د هند کرکټ غورهليګ (ایپياېل) شل اووریزې سوداګریزې سیالۍ د اوو افغان لوبغاړو په ګډون نن پیل شي.
د روژې میاشتې له پیل سره د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال د رمضاني جام سیالۍ د «ارين سيکلت» لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP