Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په افغانستان کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، د هېواد په کچه یې څه باندې ۵۰۰ زره هلکانو او نجونو ته د سیمهییزو ټولګیو له لارې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
یونیسف وایي، د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال تر پایه به په ټول افغانستان کې د سیمهییزو ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته لوړ کړي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سلګونو سیمهییزو ټولګیو فعالیت ځنډولی چې له امله یې ۳۲ زره ماشومان له زدهکړو بې برخې شوي دي.
د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې – چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو مرکز و – له تېرو درېیو میاشتو راهیسې زرګونه ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره شوې ده.
د زابل په مرکز او ولسوالیو کې سلګونه سیمهییز ټولګي جوړ شوي او ۲۴ زره ماشومانو ته په کې د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د لوګر په مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې ۵۲۲ سیمهییز ټولګي جوړ شوي چې پکې ۱۸زره هلکانو او نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
Hits: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن