منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۵ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

سېلابونو

۱۸۹ راپورونه

راپورونه

غړي

مسوولین: تخار او بدخشان کې د سېلابونو راوتلو له امله ۲۳ کسان مړه شوي

ځايي سرچینې وايي، لومړنۍ شمېرې ښيي چې د تخار او بدخشان په څو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله د مالي زیانونو ترڅنګ، ۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۱۴ کسان ټپیان شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.

غړي

«د سېلابونو او غرښوېیدنې له امله د یو شمېر ولایتونو او ولسوالیو ترمنځ لارې بندې شوې دي»

د افغانستان د ټولګتو وزارت وايي چې د غور– هرات او غور – فاریاب، د نورستان درېیو ولسوالیو لارې او د فراه - هرات لویه لار د بارانونو، سېلابونو او غرښویېدنې له امله په موقت ډول تړل شوې دي.

غړي

لوګر کې سېلابونو ۳۰۰ جریبه کرنیز فصلونه له منځه وړي

د لوګر د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د تېرو درېیو ورځو پرله پسې ورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې شاوخوا درې سوه جریبه کرنیز فصلونه له منځه تللي دي.

غړي

 یو شمېر ولایتونو کې د تېرو څو ورځو سېلابونو له امله ۶۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۳۳ کسان مړه، ۲۷ نور ټپیان او څه باندې ۶۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول وېجاړ شوي دي.

نور راپورونه