Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ا.ا د میدانوردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د مړه شوو کسانو له هرې کورنۍ سره سل زره افغانۍ او د دې پېښې له هر ټپي سره ۵۰۰۰۰ افغانۍ مرسته وکړه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیلالرحمن حقاني د سېلابځپلو کورنیو د وضعیت څېړلو په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ او د هغوی ستونزې یې له نږدې واورېدلې.
د ننګرهار د بدني روزنې رياست او يو شمېر رضاکارو ځوانانو په جلالاباد ښار کې درې ورځنۍ ورزشي سيالۍ پيل کړې چې له عوايدو به يې سېلابځپلو کورنيو سره مرسته وشي.
د عینک مسو کان قراردادي کمپنۍ په لوګر کې له ۱۵۰ سېلابځپلو کورنیو سره د مرستې پر مهال له حکومته وغوښتل چې د عینک مسو پروژې ملاتړ وکړي.
د میدان وردګو طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، نن د دغه ولایت د سیداباد او چک ولسواليو له ۱۹۵ سېلابځپلو کورنیو سره د ۱۵ میلیونه او ۶۰۰زره افغانيو په ارزښت د نغدو پيسو، خوراکي او غېر خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل شوه.
د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو، خیریه او بشرپاله بنسټونو غواړي چې په افغانستان کې له سېلابځپلو سره اړینې مرستې وکړي.
د اروزګان ولایتي چارواکي وايي، له هغو زرګونو سېلابځپلو کورنیو سره د بشري مرستو لړۍ بریالۍ روانه ده چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې زیانونه ور اوښتي وو.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت مرستیال نن زابل ته د خپل سفر پر مهال وويل چې د وروستیو سېلابځپلو لپاره د مرستې په موخه د دغه ولایت چارواکو ته د نغدو پيسو، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې سپارل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP