Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فاریاب ولایت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست محتسبین خلکو ته د نوروز حراموالي په اړه پوهاوي او د دغې ادارې د پرسونل د چلند په تړاو د اوسېدونکو شکایتونو اورېدو په موخه د میمنې ښار واټونو ته راوتلي وو.
د فاریاب له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر وايي، د دغه ولایت په مرکز میمنه کې په دوو جلا پېښو کې د یوه ملا امام په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د فاریاب اوسېدونکې ۱۷ کلنه زینب چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې له کاغذ او کارتن څخه په استفادې ځیني نوښتونه کړي، له اسلامي امارته غواړي چې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پیلېدو سره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.
د فاریاب پولیس د هغه ۶ کلن ماشوم د جسد له موندلو خبر ورکوي چې اووه ورځې مخکې د دغه ولایت د خواجهسبزپوش ولسوالۍ په غذاري کلي کې ورک شوی و او وايي چې د دې قضیې په تړاو یې یو کس نیولی دی.
د فاریاب مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا پنځه زره روږدې ښځې او ماشومان شته چې د درملنې لپاره یې په میمنې ښار کې ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو.
د فاریاب امنیتي مسوولین وایي، د هغه شپون ۶۹ پسونه چې درې ورځې مخکې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې وژل شوی و، له دوو ماشومانو – چې اووه کلن او نهه کلن دي – ترلاسه شوي دي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د فارياب ولايت فرهنګیان او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، په تېرو کلونو کې د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې پر اصحاب کهف غار مشهور ځای لرغوني اثار لوټ شوي او په دغه غار کې د اوو جسدونو اسکلیټونه هم له منځه تللي دي.
د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د انټرنیټي خدمتونو له ټيټ کیفیته شکایت لري او له حکومت او اترا ادارې څخه د دغو شبکو د خدمتونو د کنټرول غوښتنه کوي.
د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د سړک غاړې لیلامي پلورونکي د خپلو توکو د پلور له بازاره خوښي څرګندوي، وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د لیلامي توکو د پېرېدونکو شمېر ډېر شوی دی.
د فاریاب سیمهییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان مړه شوي دي.
میمنه (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): په فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د ډېرې سړې هوا له امله درې کسان مړه او
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP