ژبه

د پکتیا پوهنې له ریاست سره د ۲۵ میلیون افغانیو په ارزښت د درسي توکو مرسته وشوه

ګردیز (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۳): د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين وايي چې له ياد رياست سره د یوې همکارې موسسې لخوا د شاوخوا ۲۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د درسې توکو مرسته وشوه.

د پکتيا د پوهنې رييس مولوي عبدالقيوم فاروقي نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د يوې همکاري مؤسسې لخوا د زده‌کوونکو د ۲۸۰۳ درسي کېټونو مرسته وشوه چې په هر کېټ کې لس قلمه درسي توکي شامل دي شاوخوا ۵۶ زره زده کوونکو ته به ووېشل شي.

د هغه په خبره، په دغه مرستې سره به په ښوونځيو کې تر درېيم ټولګي پورې د زده‌کوونکو د قرطاسيې  ستونزه حل شي.

دی وایي چې دغه توکي به له لومړۍ تر درېیم ټولګي زده کوونکو ته ورکړل شي.

فاروقي همداشان وويل چې د ۲ زره ښوونکو لپاره د ۱۶۰۱ تدريسي کېټونو او د ۳۱۴ ښوونځيو لپاره د اداري کېټونو مرسته هم شوې چې د ښوونځيو د ادارو د اړتيا وړ ټول توکي پکې شامل دي.

د پکتيا پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال پکتيا کې ټول ۳۷۱ دولتي ښوونځي شتون لري چې دوه لکه او اته اتيا زره زده کوونکي پکې زده کړې کوي.