Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
فاریاب کې ځايي مسوولینو د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د چارو له پیلېدو خبر ورکړی او وايي چې په بشپړېدو به یې ۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپیان شوي دي.
فاریاب کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یوې تپې ښویېدنې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
یو شمېر خلک د فاریاب په ولایتي روغتون کې د درملو له کمښته شکایت کوي او د عامې روغتیا او مرستندویه موسسو له مسوولینو غواړي چې د دې ستونزې د حل برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په پشتونکوټ، دولتاباد او اندخوی ولسوالیو کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ څاروي تلف شوي دي.
د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د سختې وچکالۍ له امله نږدې ټول للمي او ۵۰ سلنه اوبیز کښتونه وچ شوي؛ بلخوا، کروندګر او مالداران هم دغه وضعیت اندېښمن کړي او د مرستې غوښتنه کوي.
د فاریاب امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خواجهسبزپوش ولسوالۍ کې یو ۶۰ کلن سړی د خپل لمسي له خوا په ډزو وژل شوی دی.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د ګازنیونې له امله د یوې مدرسې دوو طالبانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل مسموم شوی دی.
د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې شاوخوا درې اونۍ مخکې یوې کورنۍ د یوه کس جسد چې د خپلې کورنۍ د غړي ګومان یې پرې کړی و، خاورو ته سپارلی، خو څو ورځې وروسته هغه کس چې ګومان کېده مړ شوی، ژوندی کور ته راغی او خلک یې حیران کړل.
فاریاب کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د المار ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي او موټرپلورونکي جسد په قرمقول ولسوالۍ کې په یوه څاه کې موندل شوی او د قتل په تور یې دوه کسان چې وروڼه دي، نیول شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP