Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د یوې تپې ښویېدو پېښه؛ یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي

میمنه (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴): فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یوې تپې ښویېدنې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الدین محمدي وویل چې پرون (چهارشنبه) له غرمې مخکې د قیصار ولسوالۍ د حیدرخانې کلي پر یوه اوسېدونکي د کوهي کلي په ساحه کې د خاورو وړلو پر مهال تپه ښویېدلې او ترې لاندې شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د یادې پېښې له امله د علي‌احمد په نوم یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور سخت ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، ټپیان د خپلو خپلوانو له لوري د فاریاب ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.