Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
فاریاب کې بڼوال وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات د پام وړ ډېر دي، خو بیه یې د تېر کال په نسبت څه باندې ۵۰ سلنه ټیټه ده او کوم عاید چې له باغونو ترلاسه کوي، یوازې هغه شوی لګښت یې هم نه پوره کوي.
د افغانستان ستره محکمه وایي چې په فاریاب ولایت کې پر یوې ښځې د نامشروع اړیکو او له کوره د تښتې په جرم په عام محضر کې د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.
ستره محکمه وایي چې د فاریاب په پښتونکوټ او شېرین تګاب ولسوالیو کې دوو ښځو او یوه سړي ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز میمنه ښار کې یو ځوان د خپل ورور له لوري د چاقو په ګزارونو وژل شوی دی.
فاریاب کې ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي.
د فاریاب پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خواجهموسی ولسوالۍ کې یوه لومړني ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو کار پیل او په شیرینتګاب ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، فاریاب کې د ۲۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د مالګې د درېیو کانونو د استخراج او پروسس هوکړهلیک لاسلیک شو.
فاریاب کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې یو ملکي وګړی په ډزو وژل شوی دی.
د فاریاب ځینې اوسېدونکي د خپلو سیمو په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت له امله اندېښمن دي، د دغه ولایت د پوهنې ریاست هم د دې موضوع پخلی کوي او وايي، په دغه ولایت کې ۴۴ داسې ښوونځي شته چې د هر یوه درسي او اداري چارې د یوه یا دوو ښوونکو له لوري پر مخ وړل کېږي.
فاریاب کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په خواجهسبزپوش او دولتاباد ولسوالیو کې د څه باندې ۴۶ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
فاریاب کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې له یوه ۱۹ کلن ځوانه سر پرې شوی او د پېښې په تړاو د هغه خسر نیول شوی دی.
فاریاب کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې لمریزې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او هلمند کې د څه باندې ۶،۶ میلیون افغانیو په لګښت د ورته یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP