Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
. . .
د فارياب ولايت روغتيايي مسوولینو د مور له شېدو د تغذیې نړۍوالې اوونۍ د نمانځلو په مراسمو کې، په روان کال کې د ۱۱۷۳۰ ماشومانو پر شديدې خوارځواکۍ د اخته کېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې د دغې ناروغۍ له امله ۲۷ ماشومان مړه شوي دي.
د تخار د روغتیا مسوولین وایي، په وروستۍ یوې اوونۍ کې د دغه ولایت په اشکمش او بنګي ولسوالیو کې د اسهال پر ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰۰۰ ته رسېږي.
د لوګر چارواکي وايي، انسان تښتوونکو تېره ورځ د دغه ولایت له خروار ولسوالۍ څخه دوه ماشومان تښتولي وو چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې په مرکز پل علم کې وژغورل شول.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې دوه کم عمره هلکان او يوه نجلۍ ژورې څاه ته لوېدلي چې نجلۍ ژغورل شوې او هلکانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، په افغانستان کې له ۱۹۰زرو څخه ډېر زلزلهځپلي ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د زابل د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې لسګونه ماشومان د تورې غاړې پر ساري ناروغۍ اخته شوي دي.
اتلانتا (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ويلي چې د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې
د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، په دغه ولايت کې نږدې ١٧٠٠ ماشومان پر سختو او درنو کارونو بوخت دي چې له دې ډلې ١٤١ يې په لارو او کوڅو کې سوالګري کوي.
په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې د ځينو ستونزو له امله، د دغه ولایت ۶۶ سلنه ماشومان له دغه واکسینه بې برخې دي.
کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱) : د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یونیسف وایي، چې په افغانستان کې تر یو میلیون زیات
د هلمند د ولايتي روغتون مسوولین وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د شري ناروغي زياته شوې او تراوسه يې د ۲۵ ماشومانو ژوند اخيستی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP