ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونیسف: په افغانستان کې د خوار ځواکو ماشومان شمېر نږدې دوه چنده زیات شوی

یونیسف: په افغانستان کې د خوار ځواکو ماشومان شمېر نږدې دوه چنده زیات شوی

author avatar
18 May 2022 - 06:18
یونیسف: په افغانستان کې د خوار ځواکو ماشومان شمېر نږدې دوه چنده زیات شوی
author avatar
18 May 2022 - 06:18

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱) : د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یونیسف وایي، چې په افغانستان کې تر یو میلیون زیات ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

دغې ادارې پخپل یو تازه  راپور کې چې پرون خپور شوی، ویلي چې په نړۍ کې د ماشومانو خوارځواکي د ناورین کچې ته نږدې شوې ده،

یونیسف په خپل نوي راپور کې زیاته کړې، کورونا وبا، اقلیمي بدلون او وسله والې شخړې د لا ډېرو ماشومانو د لوږې لامل شوي دي.

د راپور له مخې، افغانستان هم د نړۍ د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی چې نږدې یو اعشاریه یو میلیون ماشومان پکې په خوار ځواکۍ اخته دي.

یونیسف پر نړیوالو غږ کړی، هغو ماشومانو ته دې بودیجه ځانګړې کړي چې په چټکۍ وزن بایلي.

دغې نړیوالې ادارې ویلي ، له ۲۰۱۸ کال نه تر اوسه په افغانستان کې د خوار ځواکو ماشومان شمېر نږدې دوه چنده زیات شوی دی.

د رسمي شمېرو له مخې هغه مهال شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ ماشومان په خوارځواکۍ اخته وو خو اوس یې شمېر له یو میلیون ماشومانو اوښتی دی.

خوارځواکي څه ده؟

د ډاکترانو په خبره، خوارځواکي هغو مواردو ته ویل کېږي چې د کس غذايي رژیم د مطلوبې سلامتۍ لپاره کافي مغذي مواد یا د هغه معادل غذايي مواد تیار نه کړي.

دوی وايي، ناکافي تغذیه د خوارځواکۍ یو ډول دی؛ دغه پېښه هغه وخت رامنځته کېږي چې بدن کافي اندازه خواړه ترلاسه نه کړي. دغه کموالی کولای شي د ودې د ځنډ، وزن کمېدو یا د بدن د تحلیل لامل شي، پر خوارځواکۍ اخته کس به د ویټامینونو له کمښت سره مخ شي چې له امله یې یاد کس له ځينو ناروغیو لکه د لیدو په برخه کې له ستونزې سره مخ کېږي.

په کابل کې د اندراگاندي روغتون د ماشومانو برخې متخصص ډاکتر محمد عارف حسنزی وايي، خوارځواکي هغو مواردو ته ویل کېږي چې د کس غذايي رژیم د مطلوبې سلامتۍ لپاره کافي مغذي مواد یا د هغه معادل غذايي مواد تیار نه کړي.

هغه زیاته کړه: ((خوارځواکي دوه ډوله ده: لومړی هغه خوارځواکي ده چې د بې اندازې ډنګروالی وي، د ماشوم یوازې پوست او هډوکي پاتې کېږي، ډېر زیات کم ځانی کېږي، عضلات یې ویلې کېږي، بل ډول یې د پړسوب په ډول ښکاره کېږي چې کولای شي په حاد او مزمن ډول وي.))

حسنزي پژواک ته ویلي ، پر خوارځواکۍ اخته ماشومان د ډېرې کمزورۍ له امله پر بېلابېلو ناروغیو لکه سینه بغل، ژېړي او نورو ناروغیو اخته کېږي.

نوموړي وویل: ((که پر خوارځواکۍ اخته ماشومان پر وخت تداوي نه شي، ژوند ته یې خطر دی، که روغ هم شي، ښايي پر وده او نمو یې اغېز وکړي، د بېلګې په ډول، د ماشومانو ونه یا قد به لنډ وي، یا ښايي د جوړ ماشوم په څېر ذکاوت ونه لري، لکه د خوارځواکۍ د لاملونو په اړه مو چې وویل، که ماشوم ته کافي خواړه ورسېږي، که کورنۍ پر ټاکلي وخت له خوارځواکۍ څخه خبرې شي او خپل ماشوم ته کافي خواړه ورکړي، دا خپله یوه وقایه ده.))

د روغتیا وزارت د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره پلانونه لري

د عامې روغتيا وزارت وياند جاوېد هژیر پژواک ته وويل، دغه وزارت د روغتيا نړيوال سازمان او د خوړو نړيوال پروګرام په مرسته په هېواد کې د خوارځواکۍ د مخنيوي په موخه ځيني پروګرامونه به لاره اچولي دي.

د هغه په ​​خبره، دغه وزارت له مرستندويه موسسو سره په همکارۍ د غني شوو شيدو او ويټامين لرونکي بیسکېټو د وېش پروګرام پيل کړى دى.

ده  زیاته کړه: «د مور د شیدو اهمیت او د خوړو د تنوع په نوم د کمپاین پیلولو ترڅنګ مو په دې وروستیو کې د خوړو نړیوال سازمان په مرسته د خوراکي توکو د تولید ماشینونه پېرلي چې په نږدې راتلونکي کې به دا هم فعالیت پیل کړي.»

د هژير په وينا، له ٤،٤ ميليونو ميندو او تر پنځه کاله د کم عمره ماشومانو له ډلې په خوارځواکۍ اخته دي، ١،١ ميليون ماشومان په سختې خوارځواکۍ او ٢،٣ ميليونه نور يې له منځنۍ خوارځواکۍ سره مخ دي.

Visits: 127

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.