ژبه

ملګري ملتونه: افغانستان کې د زلزلې له امله مړه شوو کې ۱۲۱ ماشومان دي

اتلانتا (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ويلي چې د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې اونۍ زلزله کې ۱۲۱ ماشومان هم مړه شوي دي.

د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې استازي محمد اګ ایویا د چنګاښ په ۴مه ویلي چې په دغو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۶۷ ماشومان ټپيان شوي هم دي چې زیات شمېر یې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د ملګرو متلونو د وروستي راپور پر اساس، په افغانستان کې د تېرې چهارشنبې شپې زلزلې له امله تر دې مهاله ۱۰۳۲ کسان مړه شوي او ۱۶۴۳ نور ټپیان شوي دي.

ایویا زیاته کړې چې دغه ارقام وروستي نه دي او په خبره یې، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د شوې زلزلې له امله د تلفاتو زیاتېدو احتمال شته.

بلخوا د ماشومانو د ساتنې سازمان هم دوه ورځې مخکې ویلي وو چې د افغانستان په سوېل ختیځ کې د رامنځته شوې زلزلې له امله د زیانمن شوو ماشومانو په اړه اندېښمن دي.

د دغه سازمان د افغانستان برخې مسوولې کرس نیامندي ویلي: "د ماشومانو د ساتنې اداره د هغو ۱۱۸ زره ماشومانو په اړه اندېښمنه ده چې ښايي د افغانستان په جنوب ختیځ کې د زلزلې له امله اغېزمن شوي دي... په زیات احتمال سره له دغو ماشومانو څخه زیات یې اوس مهال د څښلو اوبو، خوړو او د خوب لپاره خوندي ځای ته اتیا لري."

نیامندي زیاته کړې چې ماشومان په زلزله کې تر ټولو ځپل شوې طبقه ده؛ ځکه په خبره یې زیات یې د لوږې، ټپونو او ناروغیو له امله د مرګ له خطر سره مخ دي.

یونیسف ویلي چې په خوست او پکتیکا کې د زلزلې سیمو د اوبو رسولو سستم زیانمن شوی او اوسېدونکي یې د ماشومانو په ګډون د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

ورته موضوع