Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
یو ۱۳ کلن ماشوم چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت له سره رود ولسوالۍ څخه تښتول شوی و، په بلخ ولایت کې د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی شو.
د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ سیمه کې یوه شپږ کلنه ماشومه څاه ته لوېدلې او ژوند یې له لاسه ورکړې.
د هلمند ولايت مسوولان وايي، د دغه ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې د برمې په ژوره څاه کې هغه ماشوم ساه ورکړه چې پرون پکې لوېدلی و.
لښکرګاه (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۱): هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې يو درې کلن ماشوم یوې ژورې څاه
د استخباراتو عمومي ریاست د انسان تښتوونکو له منګولو د یوه ماشوم د ژغورنې خبر ورکړی او وایي، یو انسان تښتوونکی نیول شوی او بل له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د برمې څاه ته لوېدلې ماشومه له ۲۲ ساعتونو وروسته ژوندۍ راویستل شوه.
د هلمند چارواکي وايي چې د دغه ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې يو درې کلن ماشوم ژورې څا ته د لوېدو له امله مړ شوی دی.
د سرپرست حکومت چارواکي وايي، هغه شپږ کلن ماشوم چې درې ورځې مخکې د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ په یوه لېرې پرتې سیمه کې څاه ته لویدلی و، له څاه څخه رایستل شوی، خو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د زابل په جلدک سیمه کې یوې څاه ته لوېدلی پنځه کلن ماشوم لا هم بند پاتې دی او تر اوسه یې د ژغورنې هڅې نه دي بریالۍ شوې.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې یوه ښکاري د کوترو د ښکار پر مهال په خپل چره یي ټوپک یو ۱۳ کلن ماشوم ویشتلی او ټپي کړی دی.
امنیتي ځواکونه وايي، تېره ورځ يې د کابل ښار د درېیمې امنيتي حوزې په ساحه کې يو يوولس کلن ماشوم له سړي تښتوونکو ژغورلی او په تړاو يې دوه کسان نیولي دي.
نیمروز کې امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده خوشی کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP