Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د تخار ولایت یو شمېر مالداران د وروستیو وچکالیو له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، د وښو له کمښت سره مخ دي چې له امله یې اړ دي خپل څاروي په ټیټه بیه وپلوري.
د پروان ولایت یو شمېر مالداران د څارویو یو ډول ویروس خپرېدو په اړه چې د دوی د څارویو د له منځه تلو لامل شوی، اندېښمن دي او له چارواکو یې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د بادغیس ځیني مالداران په دغه ولایت کې د پروړې بیې له درې چنده لوړېدو او د وښو له کمښته شکایت لري او وایي، د بیو لوړوالي له امله نشي کولای چې خپلې مالدارۍ ته دوام ورکړي.
د غور ولایت یو شمېر مالداران د ژمي په رارسېدو او د څارویو د وښو له کموالي اندېښمن دي او د مرستې غوښتنه کوي، خو چارواکي وايي، هڅه کوي د همکارو موسسو په مرسته د دغه ولایت څاروي لرونکو ته واښه ووېشي.
د لوګر مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو مالداران وايي، په سیمو کې یې حیواني کلینیکونه نشته او هر کال یې ډېر څاروي د ساري ناروغیو له امله تلف کېږي.
په سرپل کې مالداران ادعا لري چې په دغه ولایت کې د وښو بیه د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړه شوې ده.
فاریاب ولایت کې مالداران/څاروي لرونکي وايي چې د وښو او بوټو د کموالي له امله یې تر ۶۰ سلنه ډېر څاروي پر خوارځواکۍ اخته دي او شنډ پاتې شوي دي. دوی له حکومته غواړي چې د دغه زیان د جبران لپاره دې ورسره مالي مرسته وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP