ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې مالداران: د وښو کموالي له امله اړ یو خپل څاروي وپلورو

تخار کې مالداران: د وښو کموالي له امله اړ یو خپل څاروي وپلورو

author avatar
3 Dec 2022 - 19:44
تخار کې مالداران: د وښو کموالي له امله اړ یو خپل څاروي وپلورو
author avatar
3 Dec 2022 - 19:44

تالقان (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د تخار ولایت یو شمېر مالداران د وروستیو وچکالیو له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، د وښو له کمښت سره مخ دي چې له امله یې اړ دي خپل څاروي په ټیټه بیه وپلوري.

د هغوی په وينا، تېر کال یې يوه بوجۍ واښه په ۳۰۰ او د څارویو یو من خوراکي توکي په ۲۰۰ افغانۍ پېرل خو سږ کال د وچکالۍ له امله یوه بوجۍ واښه په ۶۰۰ او د څارویو یو من خوراکي توکي په ۴۵۰ افغانۍ پېري چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

د تالقان ښار يو مالدار عبدالاحد وايي، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله ډېر د وښو له کمښت سره مخ دي.

نوموړی زياتوي، تېر کال یې يوه بوجۍ واښه په ۳۰۰ او د څارویو یو من خوارکي توکي په ۲۰۰ افغانۍ پېرل خو سږ کال د وچکالۍ له امله دوی یوه بوجۍ واښه په ۶۰۰ او یو من د څارویو خوراکي توکي په ۴۵۰ افغانۍ پېري چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

د هغه په ​​وينا، که پاملرنه ورته ونه شي، د دغه ولايت مالداران به اړ شي چې خپل څاروي په ټیټه بيه وپلوري.

د دغه ولايت يو بل مالدار حاجي يارمحمد وايي: «سږ کال د څارويو خوراکي توکو برابرول ستونزمن دي؛ زه اړ يم چې خپل یو شمېر څاروي په ارزانه بيه وپلورم.»

نوموړی زیاتوي، که حکومت په دغه ولایت کې له مالدارانو سره همکاري ونه کړي، مالداري چې په سنتي ډول دود ده او له همدې لارې د ډېرو کورنیو لګښتونه پوره کېږي، ښايي له منځه لاړه شي.

ورته مهال، د تخار د کرنې ریاست د مالدارۍ برخې مسوول ډاکټر هدایت‌الله وايي، د دغه ولایت د ۸۰۰ زره څارویو له ډلې ۲۰ سلنه یې د وښو له کمښت سره مخ دي.

هغه وایي، د مرسته کېدونکو توکو جدول د یادې ادارې له خوا چمتو او د کرنې وزارت ته استول شوی څو له مالدارانو سره مرسته وشي.

هغه زیاتوي، سږ کال یې دوو زرو بزګرانو ته د څارویو ۵۸۸ ټنه خوراکي توکي وېشلي او په مرکز او ولسوالیو کې د مالدارنو د ملاتړ په موخه هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تخار کې مالداري دودیزه بڼه لري او د دغه ولایت ډېر اوسېدونکي د مالدارۍ له لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.

Visits: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.