Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند د ساو درې اوسېدونکي شکایت کوي چې مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري او دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د سمنګان د خُرم سارباغ ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي چې د دې ولسوالۍ له مرکز پرته په ډېرو کلیو کې خلک له مخابراتي او انټرنېټي خدماتو محروم دي، خو مسوولین بیا وايي، د دې ستونزې د حل لپاره هڅې کوي.
د میدان وردګو ولایت د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د مخابراتي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت لري او له حکومته د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.
فېروزکوه (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۲): د غور د ولسوالیو او لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي داسې مهال مخابراتي خدماتو ته له نه لاسرسي او
د زابل په دایچوپان ولسوالۍ کې په لومړي ځل مخابراتي خدمات پیل او زرګونه خلک له دغې اسانتیا برخمن شول.
د بغلان د بورکې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له مخابراتي ستونزو سره مخ دي او د يوې اړيکې نیولو لپاره شاوخوا څلور ساعته پلى مزل کوي.
د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وایي، په یوه تازه ګام کې یې په مرکز پلعلم، محمداغې، برهکيبرک، خروار، څرخ او ازرې ولسوالیو کې د روشن، اېمټي اېن، اتصالات، افغان بېسیم او سلام مخابراتي شبکو ۱۰ سايټونه فعاله کړل.
د نورستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي، له تېر یوه کال راهیسې یې په دغه ولایت کې د مخابراتي خدماتو د پوښښ ساحه پراخه کړې او ۸۰ سلنه وګړو ته یې مخابراتي خدمات برابر کړي دي.
د تخار ولایت له کوکچې پورې غاړه ولسوالیو اړوند د ځینو لرو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرو شلو کلونو راهیسې له هر ډول مخابراتي خدماتو بېبرخي دي او له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د بامیان اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مخابراتي خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د پکتیکا اوسېدونکي د مخابراتي سیسټم له کمزوري فعالیته شکایت کوي او وايي، دې ستونزې یې ورځنۍ چارې ټکنۍ کړې دي.
د زابل اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغه ولایت ډېرې سیمې د مخابراتي شبکو له خدماتو بې برخې دي، خو په هغو سیمو کې چې دا خدمات شته، کیفیت یې ډېر ټیټ دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن