ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګو د ځینو ولسوالیو خلک د مخابراتي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت کوي

د میدان وردګو د ځینو ولسوالیو خلک د مخابراتي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت کوي

author avatar
4 Jun 2023 - 14:39
د میدان وردګو د ځینو ولسوالیو خلک د مخابراتي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت کوي
author avatar
4 Jun 2023 - 14:39

میدان‌ښار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲ ): د میدان وردګو ولایت د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د مخابراتي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت لري او له حکومته د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.

دوی له حکومته غواړي چې په دې اړه د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې سروې وکړي او خلکو ته مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړي.

پژواک خبري اژانس د روان کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه «د خلکو غږ» پروګرام پيل کړ او له دې لارې غواړي چې د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه چارواکو ته ورسوي.

د میدان وردګو ولایت د یو شمېر ولسوالیو په ګډون، د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه خلکو د مخابراتي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت کړی دی.

د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند سردمردې درې د چهارحسن سیمې اوسېدونکي حیات‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی د سیمې په ډېرو لږو ساحو کې مخابراتي شبکې فعالې دي خو هلته هم د خدماتو کیفیت یې خورا ټيټ دی.

نوموړي وویل: «موږ د غرونو سرونو ته ځو بیا اړیکه نیسو، ځکه په ډېرې سختۍ مو موبایلونه شبکه پیدا کوي.»

هغه وايي، مخابراتي اسانتیاوې د ټولو خلکو حق دی، حکومت دې د یاد ولایت په ټولو سیمو کې دقیقه سروې وکړي او چېرته چې اړتیا وي هلته دې نوې پايې ودروي.

د یاد ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ د دولتشې سیمې اوسېدونکی محمدامین وايي، سیمه يې د ولایت له مرکزه ډېره لرې ده او په وینا يې، مخابراتي خدماتو ته پوره لاسرسی نه لري.

هغه وویل: «زموږ په سیمه کې د مخابراتي شبکو پایې بېخي ختمې دي، کار خو یې بېخي پرېږده، فقط د غرونو سرونو کې کار کوي چې عاجل مشکل وي بیا غرو ته خېږو.»

د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی او د ماشومانو معالج ډاکټر رحمت‌الله وايي، په سیمه کې يې نه مخابراتي شبکې کار کوي او نه انټرنېټ چې په وینا يې، خلک په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه، حکومت دې خلکو ته مخابراتي او انټرنېټي خدمات برابر کړي، ځکه چې په اوس وخت کې دواړه د ژوند مهمې برخې دي او ډېرې ستونزې ورسره حل کېږي.

بلخوا د یاد ولایت مسوولین خلکو ته د دغې ستونزې د ژر حل کېدو ډاډ ورکوي.

د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ پژواک خبري اژانس ته وویل، د خلکو د یادو ستونزو په اړه ورسره معلومات شریک شوي او دوی هڅه کوي چې په دې برخه کې بېړني اقدامات وکړي.

هغه وویل: «په یو شمېر ولسوالیو کې تازه د مخابراتي شبکو سایټونه فعال شوي او دغه خلکو ته هم ډاډ ورکوم چې په لنډ وخت کې به دوی ته هم د مخابراتي شبکو نوي سایټونه فعال شي.»

Visits: 117

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.