Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وایي چې اسلامي امارت د متقابل احترام پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره تعامل ته چمتو دی او د امریکا له متحده ایالتونو سره هم تماسونه او مستقیمې دوهاړخیزې ناستې لري.
د اروپا د بشري مرستو څلورمه ناسته نن او سبا د اروپایي کمېسیون او پولنډ چې د اروپایي ټولنې شورا دورهیي ریاست پر غاړه لري، په ګډ کوربهتوب په بروکسل ښار کې ترسره کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د غړو هېوادونو د استازو ۲۳مه غونډه د اکتوبر په ۱۵مه او ۱۶مه په اسلاماباد کې جوړېږي.
په اتریش کې د ویانا د درې ورځنۍ ناستې له ترسره کېدو سره هممهاله، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ویلي، هغه کسان چې خپله طرحه او ولسي ملاتړ او له نړۍوال سیاسته درک نهلري او بیا هم د بهرني ملاتړ په تمه وي، هغوی پر ماتې محکوم دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي سره په لېدنه کې ویلي، ا.ا د دوحې درېیمې ناستې څرنګوالی څېړي او په هکله به یې خپل دریځ اعلان کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې روزا اوتونبایوا سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړې او د ملګرو ملتونو استازې د افغانستان د ثبات او مرستو پراخولو لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو د دریځ همغږيکولو پر ضرورت ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر سره لیدنه کې ویلي، سرپرست حکومت کابل کې د افغانستان په چارو کې د سیمې هېوادونو استازو ناستې کوربهتوب ته چمتو دی.
قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس وايي چې د حکومت او د نړۍ هېوادونو د پلاو ترمنځ ناستې ضروري او رغنده دي.
د عامه او ستراتېژیکو اړيکو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وايي چې د ترکيې د ناستې اجنډا لا نه ده معلومه، خو د افغانستان حکومت د سولې په تړاو يوه طرحه جوړه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP