Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي اعلان کړی چې په ټوله نړۍ کې د جګړې، ځپل کېدو، بېوزلۍ او اقلیمي بدلونونو له امله ۱۲۳ میلیون کسان بېځایه شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې هر کال په ټوله نړۍ کې نږدې نیم میلیون کسان د سالنډي ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وایي، افغانان اشغال نه مني او اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره مثبت تعامل غواړي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر ویلي چې لندن له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو پراخېدو برخه کې همکاري کوي او غواړي د افغانانو ستونزې هوارې شي.
د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د انټرنېټ پراخه پرچاوي د دې لامل شوې چې د ګڼ شمېر بانکونو، هوايي شرکتونو او خپرنیزو ادارو ورځنۍ چارې په ټپه ودرېږي او له ځنډ سره یې مخ کړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر ویلي چې د دغه بنسټ د وروستیو شمېرو له مخې، په نړۍ کې د جګړو، تاوتریخوالي او ځورونو له امله د بېځایه شوو شمېر ۱۱۴ میلیون کسانو ته رسېدلی دی.
د بښنې نړۍوال سازمان په تېر کال (۲۰۲۳) کې د اعدام د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي، دغه کال کې ۱۵۳ کسان اعدام شوي چې په نږدې یوه لسیزه کې تر ټولو لوړ ثبت شوي ارقام دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې ۳۰۹ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخ دي.
رییسالوزراء وايي چې نړۍ د فلسطین له مظلومو خلکو سره روان جنايتونه نه ویني، خو په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د جعلي ادعاوو په تکرارولو سره د اسلامي نظام بدنامولو هڅې کوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي چې تېره مېلادي میاشت د کرونا له امله په نړۍ کې نږدې لس زره کسان مړه شوي دي.
افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر د ریاستالوزاء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات پلوی دی او له نړۍ سره د کابل د تعامل لپاره هڅه کوي.
د امریکا سرشمېرنې ادارې اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ورځ به د نړۍ نفوس څه باندې اته میلیاردو ته ورسېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن