نیمروز کې ځايي سرچینې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د ۳۱ کسانو د نیولو او د پنځه ټنه تاریخ تېر او بېکیفیته درملو او خوراکي توکو سوځېدو خبر ورکوي.
نیمروز کې ځايي مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په زندان کې «د سولري برېښنا سیستم برخه کې د زدهکړې درې میاشتنی روزنیز پروګرام پیل شو.
د نیمروز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس په دغه ولایت کې د مخابراتي خدماتو د کیفیت ښه کېدو خبره کوي او وایي، د نوري فایبر د لېږد پروژه اویا سلنه بشپړه شوې او دغه راز د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شوي دي.
د نیمروز ځیني اوسېدونکي د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د غوږونو او ستوني برخې ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي، بلخوا، د نیمروز د عامې روغتیا ریاست هم دغه ستونزه مني او وايي چې د حل لپاره یې پلان لري.
د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس وایي چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې کډوالو ته د ښارګوټي جوړولو لپاره ۱۵۰۰ جریب ځمکه ځانګړې شوې ده.
نیمروز کې سیمهییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د یوه روغتیايي مرکز او یوه ښوونځي د ودانیو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوې.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د نورو ولایتونو په پرتله د ایران د ویزې له لوړې بیې شکایت لري او وایي چې د دې ستونزې هواري لپاره دې په دغه ولایت کې د ایران کونسلګري پرانیستل شي.
یوه مېرمن چې د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې یې په اووه زره افغانیو د خوږو پخولو یوه کارګاه جوړه کړې، وایي، دمګړۍ لس نورې ښځې ورسره کار کوي او که ملاتړ یې وشي، راتلونکي کې به ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو نیمروز کې «یو مسلکي او مشهور انسانتښتوونکی» نیولی چې په ایران کې یې څلور هېوادوال تښتولي او له کورنیو یې ۷۲ زره امریکایي ډالر اخیستي وو.
د نیمروز امنیتي مسوولینو د نږدې ۹۰۰ کیلوګرامه نشهیي توکو د کشف او ضبطېدو خبر ورکړی دی.
نیمروز کې د محمدعارف په نوم یو ځوان چې له پنځو کلونو راهیسې پر نشهیي توکو روږدی و، وايي، شپږ میاشتې کېږي چې د نشهیي توکو کارول یې پرېیښي او اوس د جوارو خرڅولو له لارې د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کوي.
ځایي مسوولین وايي چې په جوزجان کې د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې او د نیمروز په مرکز زرنج کې یو سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP