Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د هلمند ځایي مسوولین وایي ، تېره شپه د دې ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د طوفاني بادونو له امله ۲۵ کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي .
د هلمند د مرکز لښکرګاه په مرکزي لوبغالي کې د دغه ولایت د کرکټ امریت له لوري د روژې میاشتې په مناسبت د لسو لوبډلو ترمنځ د کرکټ لس اوریزې سیالۍ پیل شوې.
د هلمند پوهنې ریاست مسوولین وایي، روان کال یې د دغه ولایت په ۱۹ ولسوالیو کې د ۱۱۹ ښوونځیو ودانۍ ترمیم کړې دي.
ځایي مسوولین وایي چې هلمند او سمنګان ولایتونو کې ۲۳ کسان د بېلا بېلو جرمونو به تور نیول شوي دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۰ ولسوالیو لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې چې ۲۲ ورځې به دوام ولري.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست وایی چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې یې ۶۷ روغتیایي مرکزونه او درملتونونه تړلي دي.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي، دغه ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۲۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.
د ایران د اوبو صنعت ادارې یو ځل بیا ویلي چې دغه هېواد د هلمند له اوبو خپله «حقابه» نه ده ترلاسه کړې او باید مقابل لوری معاهدې ته غاړه کېږدي، خو ا.ا ټينګار کړی چې ټولو مخکنیو تعهداتو ته ژمن دی.
هلمند کې یو شمېر کوچیان که څه هم وروستیو ورښتونو هلیهمن کړي خو وايي چې په دغه ولایت کې دښتي ځمکې د ځايي خلکو له خوا نیول شوې او اوس څارویو ته څرځایونه نه لري.
د هلمند ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یو کس غور ته پر لاره واوره کې د ایسارېدو له امله مړ شوی دی.
د هلمند ځايي مسوولین وایي، د هلمند ـ کندهار پر لویه لار د دوو موټرو ټکر له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي.
هلمند کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په ناوه او کجکي ولسوالیو کې د باران له امله د دوو کورونو د خونو چتونه لوېدلي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي او یو ټپي دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن