د هلمند د پوهني ریاست مسوولین وایي، د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته اوس د دغه ولایت په ۱۸ ولسوالیو کې شلو ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې چې په نږدې وخت کې به بشپړې شي.
په غزني او هلمند ولایتونو کې د څه باندې نهه میلیون افغانیو په لګښت درې رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اړوند احمدشاهي مېنه کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان په مالي همکارۍ د یوه روغتون جوړېدو چارې پیل شوې.
د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي، د نړۍوال بانک او د خوړو او کرنې سازمان په مالي مرسته ۱۸ ولسوالیو کې څه باندي ۵۵ زره کروندګرو ته د مسلکي کرنې برخه کې روزنه ورکول کېږي .
وایي چې د ملګرو ملتونو سازمان په دغه ولایت او هلمند کې د کوکنارو د بدیل کښت پروژه پیلوي.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د پژواک د راپورونو له خپرېدو ورسته یې د دغه ولایت په نوزاد، موسیکلا، نهرالسراج او دېشو ولسوالیو کې ۲۳ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.
مسوولین وایي، د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د لوګر په ازرې او خوښۍ او د هلمند په بغني ولسوالۍ کې له څه کم ۱۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې شوې دي.
د هلمند ولایت په دوو ولسوالیو کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت د دوو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې پيل شوې.
د هلمند د والي ویاند وایي چې په تېرو دوو اوونیو کې په دغه ولایت کې د کرنې او امنیتي ادارو په همکارۍ ١٢٨٠٠ جریب غصب شوې حکومتي ځمکه راګرځول شوې ده.
هلمند کې نن کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه درې ورځنی ملي نندراتون پرانیستل شو.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په سردار ګلمحمد خان صنعتي ښارګوټي کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د درمل جوړولو یوه کارخونه جوړه او فعالیت یې پیل کړ.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په غازي محمد ایوبخان ښارګوټي کې یوه سوداګر سلګونو یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو ته وړیا ښوونځی جوړ کړی چې د لیلیې، ترانسپورټ، خوړو او روغتیایي مرکز اسانتیاوې هم لري.